د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس مشر تهران ته راورسید
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i92454-د_ایټمي_انرجۍ_د_نړیوال_آژانس_مشر_تهران_ته_راورسید
د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس عمومي منشي او ورسره پلاوې د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره د کتنې په موخه تهران ته راغلې دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 25, 2020 00:31 Asia/Kabul
  • د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس مشر تهران ته راورسید

د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس عمومي منشي او ورسره پلاوې د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره د کتنې په موخه تهران ته راغلې دی.

د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس عمومي منشي او ورسره پلاوې د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره د کتنې په موخه تهران ته راغلې دی.

دا د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د جنرل سکرټري په توګه ایران ته د ارجنټیني سفارتکار رافائل ګروسي Rafael Grossi وړومبنې رسمي سفر دی.

له دغه سفره د هغه هدف د څارنې او ساتنې د موافقو په هکله د پوښتنو د ځواب ترلاسه کول اعلان شوې دي، دا په داسې حال کښې دي چې د ایران اسلامي جمهوریت تل د خپل مینځي ملګرتیاؤ په چوکاټ کښې له دغه آژانس سره پراخ تعامل درلودلې او په ایران باندې د نویو دباؤنو د اچولو لپاره د امریکې هلې ځلې یوازې د امریکې د لازیاتې انزوا او ځانله کیدو سبب شوې دي.

ټاکل شوې چې رافائل ګروسي نن د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې له مشر علي اکبر صالحي سره ملاقات وکړي.