ايران د افغانستان له سېلاب ځپلو خلقو سره خواخوږي څرګنده کړه
د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياند په افغانستان کښې د سېلاب له راتلو وروسته د دغه هېواد له حکومت او خلقو سره خواخوږي څرګنده کړه.
د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياند سعيد خطيب زادهپرون په يو پېغام کښې د افغانستان په ځينو سيمو کښې دسېلاب په راتلو چې د سر او مال د تاوانونو سبب شوےدے خواښيني څرګنده کړه.
پرون سحر د افغانستان د پروان ولايت په مرکز چاريکار ښار کښې سخت سېلاب رامنځته شو، چې حکومت يې تر اوسه د سر او مال تاوانونو تفصيلات په سرکاري توګه نه دي خپارۀ کړي.
افق نيوز په دې اړه رپوټ ورکړ، شواهد ښودنه کوي چې دغه ښار پنځوس فيصده ويجاړ شوے او د سېلاب په وجه د خټو، ګټو او اوبو ترلاندې شوےدے.
له دې نه علاوه تر اوسه درې سوه کورونه ړنګ شوي دي.
همدارنګ د ځينو افغان رسنيو د رپوټ له مخې د دغه ولايت د والي وياندې مېرمن وحيده شاهکار پرون رسنيو ته ويلي چې تر دغه وخته پورې لږ تر لږه يو اويا تنه مړۀ او تر سلو نور ژوبل شوي دي خو هغې به عين حال کښې وويل چې د مړو او زخميانو شمېر د زياتېدو احتمال شته.