ايران به له تفاهماتو څخه د آژانس تېرېدل ونه زغمي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i92498-ايران_به_له_تفاهماتو_څخه_د_آژانس_تېرېدل_ونه_زغمي
د ويانا په نړيوالو ادارو کښې د ايران دائي استازي او سفير تهران ته د ايټمي انرجۍ د نړيوال آژانس د مشر د سفر د نتائجو په بيانولو سره وويل: تهران له آژانسه هيله لري چې په ترلاسه شوي تفاهمونو پابند اوسي، ځکه چې ايران به له هغو تېرېدل ونه زغمي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 27, 2020 00:49 Asia/Kabul
  •  ايران به له تفاهماتو څخه د آژانس تېرېدل ونه زغمي

د ويانا په نړيوالو ادارو کښې د ايران دائي استازي او سفير تهران ته د ايټمي انرجۍ د نړيوال آژانس د مشر د سفر د نتائجو په بيانولو سره وويل: تهران له آژانسه هيله لري چې په ترلاسه شوي تفاهمونو پابند اوسي، ځکه چې ايران به له هغو تېرېدل ونه زغمي.

د ايرنا د رپوټ له مخې کاظم غريب آبادي په دې باندې په تاکيد سره چې ايران په يوې بنيادي فېصلې سره د آژانس له نوي مشر سره په تعامل کښې خيل روغ نيت وښود، زياته کړه، که آژانس ترهر ډول حالاتو لاندې يا په يوې بهانې سره وغواړي په راتلونکو وختونو کښې د دغه ګډ تفاهم مفاد ترپښو لاندې کړي يا په هغو موضوعاتو چې په بيانيه کښې راغلی دي په غور کولو کښې صحيح چلند ونه کړي نو له آژانس سره د ايران په ملګرتياو او تعلقاتو به تاثير وکړي.

غريب آبادي په دوام کښې وويل؛ د ګډې بيانيې صادرېدل چې د آژانس له پلاوي سره د سختو او کوټلو خبرو اترو نتيجه ده، د دغه تعامل د کاميابۍ ښودنه کوي.