خبرې اترې په افغانستان کې د سولې یوازنۍ لاره ده
بین الافغانی خبرې اترې په افغانستان کې د بشپړه ثبات او سولې د ځای پر ځای کیدا سبب کیږی
د اسلامی ایران د خارجه وزارت د لویدیځې اسیا د چارو مشرسید رسول موسوی په یوه ټویټ کې په دوحه کی بین الافغانی خبرواترو ته په اشارې سره هیله څرګنده کړه بین الافغانی خبرې اترې په افغانستان کې د بشپړه ثبات او سولې د ځای پر ځای کیدا سبب کیږی او افغان کډوال د نړۍ په هر ځای کی چی وی خپل ټاټوبی ته په سرلوړۍ سره ستنه شي .
د طالبانو ، سیاسی ډلو او حکومت ترمینځ د سولې خبرې اترې له پرونه د قطر په پلازمینې دوحه کې پیل شوی دي .
د ایران خارجه وزارت پرون په یوه بیانیه کې په دوحه کی د طالبانو ، افغان دولت او سیاسی ډلو ترمینځ د خبرو اترو له پیلیدا په هرکلی سره وویل په افغانستان کې ټولې مسلې او مشکلات د خبرو اترو له لارې د اواریدو دي او د بهرنیو عسکرو مسولانه وتل په دغه هیواد کې د امنیت او سولې ته د رسیدا لپاره نه انکاریدونکی وار مخکې اړتیا ده .