خبرې اترې په افغانستان کې د سولې یوازنۍ لاره ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i92904-خبرې_اترې_په_افغانستان_کې_د_سولې_یوازنۍ_لاره_ده
بین الافغانی خبرې اترې په افغانستان کې د بشپړه ثبات او سولې د ځای پر ځای کیدا سبب کیږی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 13, 2020 10:20 Asia/Kabul
  • خبرې اترې په افغانستان کې د سولې یوازنۍ لاره ده

بین الافغانی خبرې اترې په افغانستان کې د بشپړه ثبات او سولې د ځای پر ځای کیدا سبب کیږی

د اسلامی ایران د خارجه وزارت د لویدیځې اسیا د چارو مشرسید رسول موسوی په یوه ټویټ کې په دوحه کی بین الافغانی خبرواترو ته په اشارې سره هیله څرګنده کړه  بین الافغانی خبرې اترې په افغانستان کې د بشپړه ثبات او سولې د ځای پر ځای کیدا سبب کیږی او افغان کډوال د نړۍ په هر ځای کی چی وی خپل ټاټوبی ته په سرلوړۍ سره ستنه شي .

د طالبانو ، سیاسی ډلو او حکومت ترمینځ د سولې خبرې اترې له پرونه د قطر په پلازمینې دوحه کې پیل شوی دي .

د ایران خارجه وزارت  پرون په یوه بیانیه کې په دوحه کی د طالبانو ، افغان دولت او سیاسی ډلو ترمینځ د خبرو اترو له پیلیدا په هرکلی سره وویل په افغانستان کې ټولې مسلې او مشکلات د خبرو اترو له لارې د اواریدو دي  او د بهرنیو عسکرو مسولانه  وتل په دغه هیواد کې د امنیت او سولې ته د رسیدا لپاره نه انکاریدونکی  وار مخکې اړتیا ده  .