د اماراتو او بحرین مشران په ولسواکۍ هیڅ اعتقاد نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i92946-د_اماراتو_او_بحرین_مشران_په_ولسواکۍ_هیڅ_اعتقاد_نه_لري
د ایران د قضائیه قوې مشر په دې خبرې سره چې د متحده عرب اماراتو او بحرین مشران په ډیموکراسۍ هیڅ باور او اعتقاد نه لري، وویل: د دغو هیوادونو خلک هیڅ­کله د فلسطین له آیډیالونو سره خیانت نه کوي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 15, 2020 07:46 Asia/Kabul
  • سید ابراهیم رئیسي. د ایران د قضائیه قوې مشر
    سید ابراهیم رئیسي. د ایران د قضائیه قوې مشر

د ایران د قضائیه قوې مشر په دې خبرې سره چې د متحده عرب اماراتو او بحرین مشران په ډیموکراسۍ هیڅ باور او اعتقاد نه لري، وویل: د دغو هیوادونو خلک هیڅ­کله د فلسطین له آیډیالونو سره خیانت نه کوي.

سید ابراهیم رئیسي د ایران د قضائيه قوې د عالي شورا په پرونۍ غونډې کښې، له صهیونیسټي رژیم سره د بحرین او اماراتو د اړیکو ښه کیدو ته په اشارې سره څرګنده کړه: د سیمې د هیوادونو خلک تل د قدس شریف او په فلسطینیانو باندې د صهیونیسټانو د اویا کلن ظلم په هکله حساس دي او د ځینو لاس پوڅو رژیمونو اقدام د دغه هیواد د خلکو په غاړه نه دی.

د ایران د قضائیه قوې مشر په دې خبرې سره چې صهیونیسټي رژیم د الهي ژمنې له مخې، له مینځه تلونکې دی، زیاته کړه: د قدس له نیواکګر او جعلي رژیم سره د ځینو عربو هیوادونو د اړیکو سمول په خدای تعالی باندې دد غو هیوادونو دمشرانو د باور او اعتقاد د نشتوالي په وجه دي چې د خپلو ولسونو برخلیک یې په یو باطل او ختمیدونکي بهیر پورې تړلې دی.

هغه ټینګار وکړ چې هیڅ څوک له فلسطین او قدس شریف سره په خیانت سره نه شي پياوړې کیدې او دغه اړیکې او حالات به یې پایداره نه وي او د هغوي د نابودۍ لاره هواروي.