ايران په افغانستان کښې له اسلامي جمهوري نظام څخه ملاتړ کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i92950-ايران_په_افغانستان_کښې_له_اسلامي_جمهوري_نظام_څخه_ملاتړ_کوي
په کابل کښې د ايران سفير په افغانستان له اسلامي جموريت نظام او د تېرو نولسوکلونو له لاسته راړونو څخه په ملاتړ باندې تاکيد وکړ.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 15, 2020 09:30 Asia/Kabul
  • ايران په افغانستان کښې له اسلامي جمهوري نظام څخه ملاتړ کوي

په کابل کښې د ايران سفير په افغانستان له اسلامي جموريت نظام او د تېرو نولسوکلونو له لاسته راړونو څخه په ملاتړ باندې تاکيد وکړ.

د افغانستان خارجه وزارت نن په يوې خبرپاڼه کښې وويل، په افغانستان کښې د ايران سفير بهادر امينيان د افغانستان د خارجه وزارت له سرپرست محمد حنيف اتمر سره په کتنه کښې په افغانستان کښې د صلحې له بهير څخه ملاتړ کړے دے.

د افغانستان د خارجه وزارت په خبرپاڼه کښې راغلي دي، حنيف اتمر هم د افغانستان د صلحې د خبرو اترو په اړه د ايران له ملاتړونو او ورسره هر اړخيزو ملګرتيا په تېره بيا په ايران کښې د مېشته افغان مهاجرينو څخه له ملاتړه او همدارنګ په ايران کښې د مېشته افغانانولپاره د تشخص د ثبت کولو د الېکټرونکي تذکرو د وېشلو او د چاپي پاسپورټونو د صادرولو د بهير د شروع کولو په اړه د آسانتياو له رامنځته کولو قدرونه کړې ده.

د دغه رپوټ له مخې دواړو لورو د افغانستان د وروستيو بدلونونو او د افغان حکومت او طالبانو ترمېنځ د صلحې د خبرو اترو او تاوتريخوالو د کمولو او فوري ډزبندۍ په اړه بحث او د نظر تبادله وکړه.