امریکا له دننه ورسته شوې ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93073-امریکا_له_دننه_ورسته_شوې_ده
د سپاه پاسداران قوماندان جنرل سلامي په دې بیان سره چې امریکا له دننه ورسته شوې ده وویل: د امریکې خلک هم مرګ په امریکا وایي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 21, 2020 11:38 Asia/Kabul
  • امریکا له دننه ورسته شوې ده

د سپاه پاسداران قوماندان جنرل سلامي په دې بیان سره چې امریکا له دننه ورسته شوې ده وویل: د امریکې خلک هم مرګ په امریکا وایي.

د خبریالانو په غونډه کې د مقدس دفاع د یو ملیون تنو تجربه کونکو د لمانځلو په مراسمو کې، د سپاه پاسداران قوماندان، جنرال حسین سلامي زیاته کړه چې امریکې خپل سمبولونه له لاسه ورکړي او د دې هیواد خلک د سمبولیک مجسمې ترخپو لاندې کوي او د امریکا بیرغ سوځوي.
د امریکې د چارواکو د وروستي ګواښونو په اړه، جنرال سلامي وویل چې د ایران دښمنان د سپیڅلي دفاع په اته کلنه دوره کې بریالي نه شول ، هغه وخت چې دوي ډیر قوي او ایران لا قوي نه و خو اسلامي جمهوریت د دې توان درلود چې د جګړې انډول اپوټه کړي.