د ایران او څو نړیوالو ورځپآڼو ته کتنه :-
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93113-د_ایران_او_څو_نړیوالو_ورځپآڼو_ته_کتنه
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو زمونږ سلامونه ومنئ اوس به د ایران او څو نړیوالو ورځپاڼو ته یوه کتنه وکړه هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 23, 2020 08:34 Asia/Kabul
  • د ایران او څو نړیوالو ورځپآڼو ته کتنه :-

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو زمونږ سلامونه ومنئ اوس به د ایران او څو نړیوالو ورځپاڼو ته یوه کتنه وکړه هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .

ګرانو اوریدونکو نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه وګورو .

وروسته له دې چې د امریکا ولسمشر ټرمپ په کورونا ویروس  باندې د بریالیتوب په هکله نوي حل لاره په دغه ناروغۍ د هیواد د دوه سوه پینځلس (۲۱۵) میلیونو خلکو ککړیدل اعلان کړه د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند کاندید جو بایډن د ټرمپ نالایقتوب او دروغ د کورونا ویروس له کبله د امریکا د دوه لکه(۲۰۰۰۰۰) کسانو د وژل کیدا عامل وباله او ویې ویل د همدغو لیونتوبونو په خاطر مونږ  د هیواد په تاریخ کښې د ترټولو سترې وژلې کتونکي یوو.

د افغانستان په بیلابیلو سیمو کښې د حکومتي عسکرو او د طالبانو ډلې د جنګیالیو ترمینځ په متقابلو بریدونو کښې د دواړو لورو یوسل یوڅلویښت (۱۴۱) کسان وژل شوي او دا په داسې حال کښې دي چې د قطر په پلازمینې دوحې  کښې د سولې د خبرو اترو د غونډې د اجنډا په هکله د دواړو خواو بحث او شخړه دوام لري .

د فلسطین د بندیانو او د پتیالیو د مطالعاتو مرکز وویل څلور سوه (۴۰۰) فلسطیني بندیان ځانونه د صهیونیسټ رژيم په «عوفر» زندان کښې د نامحدود لوږ تړ لپاره چمتو کوي .

د مصر خلکو د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کښې د دوهمې (۲) ورځې لپاره د ولسمشر عبدالفتاح السیسي د څنګ ته کیدا لپاره مظاهرې وکړې .

د صهیونیسټ رژيم رسنیو له اسرائیلو سره د اړیکو عادي کولو ته د عربو هیوادونو د هڅولو لپاره ادعا وکړه چې قطر او سوډان هم له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو په صف کښې ولاړ دي .

د لبنان سرچینو پرون وویل چې په جنوب کښې په «قانای» سیمه کښې یوه (۱) ویرونکي چاودنه شوي ده  خو  تراوسه یې دلیل نه دی معلوم .

د عراق په پارلمان کښې د انرژۍ د کمیسیون یوه (۱) غړي  «محمود الزجراوي» ایشوا کړه په هیواد کښې د امریکا شرکتونه د واشنګټن د ګټو په لړ کښې د جاسوسۍ فعالیتونه ترسره کوي .

امریکا د سعودي عربستان په ټاپووزمې کښې د خپل شتون د پیاوړي کولو هڅه کوي او په همدې چوکاټ  کښې نیت لري په دغه پراخه سیمه کښې خپل هوايي ځواکونه دیره کړي .

په لیبیا کښې د شتون په دلیل د ترکیې په یوه(۱) شرکت باندې د محدودیت د لګولو لپاره د اروپايي اتحادیې پریکړه د انقرې د حکومت له سخت غبرګون  سره مخ شوي ده .

د امریکا د جاسوسۍ ادارې سي ايي ای(cia) پخواني غړي ایډورډ سنوډین چې په دوه زره دیارلسم (۲۰۱۳) میلادي کال کښې یې پټ اطلاعات ایشوا کړي وو موافقه کړي ده د خپلو ویناګانو او د خپل کتاب چې «دائمي مخینې »نومیږي  څه د پاسه پینځه (۵) میلیونه ډالره  عاید د امریکا حکومت ته د جرمانې په توګه ورکړي .

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې خوږو لوستونکو  اوس به دتهران چاپ د  اطلاعات ورځپاڼې مهم سرټکي له تاسو سره شریک کړو .

د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي د شمالي کوریا اټومي فعالیتونه اندیښمونکي وبلل او په هکله یې اندیښنه څرګنده کړه .

د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو خارجه وزیر ریاض المالکي  په اوسني پړاو کښې د عربو اتحادیې د شورا د مشرۍ لپاره له خپل حق څخه د دغو تشکیلاتو د پښیمانه کیدا خبر ورکړ .

د افغانستان د حکومت  او د طالبانو پلاویو په قطر کښې له څو ورځو بین الافغاني خبرو اترو وروسته تراوسه د سولې د رسمي خبرو د اجنډا په هکله موافقه نه ده کړي او په اساسي قانون کښې د سیاسي نظام ماهیت او د هیواد رسمي مذهب د دوې ترمینځ د اختلاف په موردونو کښې شامل دي .

د امریکا د ولسمشر ټرمپ په حکومت کښې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن اعتراف وکړ چې د ایران پرضد د ملګروملتونو د بندیزونو د بیا پیلولو او د ماشه د مکانیزم د فعالولو لپاره د امریکا هڅې ماتي خوړلي ده .

د عراق پوځ او امنیتي ځواکونو د هیواد په لویدیځ کښې د داعش ترهګرې ډلې د پاتې شونو د له مینځه وړلو لپاره پراخ پوځي عملیات پیل کړي دي .

د امریکا په اوریګان ایالت کښې په پورټلینډ ښار کښې د پولیسو د څاروي ډوله کړچار او توکمپالنې پرضد د خلکو اعتراضونه اوس هم دوام لري .

د مصر خلکو د پرله پسې دوهمې (۲) ورځې لپاره د ولسمشر السیسي پرضد مظاهرې وکړې او له واک څخه د هغه د څنګ ته کیدا غوښتنه یې وکړه .

د امریکا ولسمشر ټرمپ د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کښې د اینټرنیټ له لارې وینا کښې ادعا وکړه چې واشنګټن له ویرونکي اټومي تړون وتلی دی او د ایران پرضد مو سخت بایکاټونه لګولي دي .

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د مدیترانې سمندر په ختیځ کښې د تاوتریخوالو له زیاتیدا سره په یووخت یونان او د هغه لویدیځو هیوادونو ته په دغه سیمه کښې د تاوتریخوالو په زمینه کښې خبرداری ورکړ او ویې ویل هغه هیوادونه چې له ترکیې سره دښمنۍ لري د ځانونو لپاره قبرونه کیندي .

د یمن د انصار الله غورځنګ مشر عبدالمالک الحوثي د انقلاب د شپږمې(۶)  کلیزې په مناسبت چې د دوه زره څوارلسم (۲۰۱۴) میلادي کال د سپتمبر د میاشتې په یویشتمه (۲۱) نیټه پیل شوی و  وویل د سعودي عربستان حکومت شیدې ورکونکي غوا ده  او امریکا کوشش کوي لګښتونه په دغه رژيم وروتپي او له عربستان شیدې ولیشي چې وکولای شي په یمن کنټرول ترلاسه کړي .

په قطر کښې د سولې له  بین الافغاني خبرو ترو سره په یووخت د افغانستان په میدان وردک ، تخار او نیمروز ولایتونو باندې د طالبانو په حملو کښې یودیرش (۳۱)ملکیان وژل شوي دي .

د اسرائیلو په زرګونو خلک د کورونا ویروس د محدودیتونو له اعمالیدا سره سره د پرله پسې دیارلسمې (۱۳)ورځې لپاره واټونو ته راووتل او د لومړي وزیر نتانیاهو د کور مخ ته په مظاهرو سره یې له واک څخه د هغه د څنګ ته کیدا غوښتنه وکړه خو پولیسو مظاهره چیان په سخته وځپل .

او د فرانسې د پارلمان یوشپیتو (۶۱) استازیو له صهیونیسټ رژیم سره د بحرین او د متحده عربي اماراتو د اړیکو په عادي کولو نیوکه وکړه .

()

د تهران راډیو قدرمنو لوستونکو  اوس به د تهران چاپ د همشهري ورځپاڼې ځینې مهم خبرونه تاسو ته واورو.

بیګا په بغداد کښې د امریکا په سفارت کښې د خطرې ټکلې ووهل شوه .

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د امریکا او د چین ترمینځ خطرناکو اختلافاتو ته په تلویحي ډول اشارې سره وویل دنیا دغه خبره نشي منلی چې د نړۍ هر یو(۱) اقتصاد په خپله لاره کښې حرکت وکړي .

یوه (۱) ناپیژاندي ښځه چې د امریکا ولسمشر ټرمپ ته یې له زهرو ډک لیک استولی و له کاناډا  څخه امریکا ته د ورتلو په وخت د سرحدي ځواکونو لخوا ونیول شوه .

د اسرائیلو یوې (۱) ورځپاڼې له اسرائیلو سره د ځینو عربو هیوادونو د اړیکو د عادي کولو په پیښه کښې د بریتانیا د پخواني لومړي وزیر ټوني بلیر له مهم رول څخه پرده پورته کړه .

او د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره په مینه سوټا ایالت کښې له ټاکلي وخت مخکې د رایو اچول پیل شوي دي او خلک کولای شي صندوقو ته د رایو په اچولو یا د پوسټ له لارې د رایو د استولو ترمینځ یو(۱) شی انتخاب کړي .

()

خوږو لوستونکو اوس به د څو نړیوالو ورځپاڼو مهم سرټکي له تاسو سره شریک کړو .

()

لانګ ور ژورنال خپرونې په یوه لیکنه کې پر هغو شمېرنو شک څرګند کړی چې امریکايي چارواکو په افغانستان کې د القاعده د وسله‌والو په اړه یادې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو اوونۍ مخکې په یوه مرکه کې وویل افغانستان کې ښايي تر ۲۰۰ هم کم القاعده سره تړلي وسله‌وال پاتې وي.

په لانګ وار ژورنال کې د دې لیکنې لیکوال د دې لپاره یو لړ دلایل وړاندې کوي چې ولې په افغانستان کې د القاعده شبکې د ځواک په اړه د امریکايي چارواکو اټکل د باور وړ نه‌دی او د لیکنې په یوه برخه کې وايي، د امریکا په پوځ، استخباراتو او رسنیو کې د القاعده شبکې په اړه یو ناسم پوهاوی دی او هغه ځکه چې دا ډله په افغانستان کې په پټه د طالبانو تر چتر لاندې فعالیت کوي او دې سره دا ستونزمنه کېږي چې دغلته د القاعده فعالیت په دقیقه توګه وارزول شي.

د لیکوال په باور، القاعده په قصدي توګه په افغانستان کې د خپلو پښو خاپونه پټوي څو د طالبانو سیاسي هڅې ګډې وډې نه‌کړي. طالبانو د امریکا له متحده ایالاتو سره هغه تړون کې چې فبرورۍ میاشت کې یې په دوحه کې لاسلیک کړ، منلې چې تر خپل واک لاندې سیمو کې به القاعده شبکې او نورو ترهګرو ډلو ته ځای نه‌ورکوي.

()

ډېلي مېل د هغو قلمي تومانچو په اړه راپور خپور کړی چې تازه د کابل د پولیسو لاس ته ورغلي دي.

په راپور کې ویل شوي چې د حکومت مخالفو وسله‌والو او جنایتکارو په وروستیو میاشتو کې دا ډول وسلې د یو لړ وژنو لپاره کارولې دي.

ډېلي مېل د دې وسلې عکس هم خپور کړی. دا جیبي وسله یو(1) عادي قلم ته ورته ده چې د راپور په وینا یوازې یوه مرمۍ په‌کې ځایېږي.

د لیکنې په دوام کې راغلي، د بېکارۍ زیاتېدو او بې‌وزلۍ په کابل کې امنیتي وضعیت له بد بدتره کړی دی.

د اګسټ په میاشت کې وسله‌والو کسانو پر افغان ممثلې او فلم جوړونکې سبا سحر برید وکړ او هغه‌یې ټپي کړه.

همدارنګه په وروستیو میاشتو کې یو شمېر نور کسان هم په کابل کې د هدفي وژنو قرباني شوي دي.

له بله پلوه په کابل ښار کې وسله‌والې غلاوې هم زیاتې شوي چې له همدې کبله په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر کابل مېشتو د اعتراض په ډول "مال مې واخله، خو ژوند مې نه" انلاین کمپاین هم پیل کړی.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو  ورځپاڼو ته کتنه  په همدې ځاې پاې ته رسیږي له تاسو اجازه غواړو د خدای په امان .