د ایران له خاورې هیڅوک دوسلو اومهماتود وړلواجازت نه لری
د ارمنستان او آذربایجان جمهوریت د ځواکونو ترمینځ په نکورنو قره باغ سیمې کې دتیرې یکشنبې ورځې راهسې نښتې په داسې حال کې بیا پیل شوي ،چې نړیوالو مینځګړو ددغو نښتو د مخنیوي لپاره په تیرو میاشتو کې هیڅ جدي هڅې نه دي کړي .
زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی ایران د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده نن د ایران له لارې ارمنستان ته د وسلو او پوځي سازو سامان اوتجهیزاتو د ټرانزیټ په باب په رسندویو کې د مطرح شوو ځينو ادعاګانو په باب دخبریالانو یوې پوښتنې په ځواب کې وئيلي دي ،داسلامی ایران او د ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د غیر پوځي دودو شیانو د ټرانزیټ او د ګاډو تګ راتګ ، تل د معمول په اساس کیږي او دغه درست ګاډي په همدغه چوکاټ کې خپلوفعالیتونو ته دوام ورکوي .
خطیب زاده ټينګار کړی ، اسلامی ایران هیوادونو ته دشیانو په ټرانزیټ او دځاي په ځاي کولو بهیر باندې په لازم کنټرول او دقیقې څارنې سره ، هیڅکله هم اجازت نه ورکوي ، د ایران له خاورې نورو هیوادونو ته د وسلو او مهماتو د ومنتقلولو لپاره استفاده وشي .