د ټرمپ اقداماتو امریکا پرضد نړیوال نظام متحد کړې دې
خطیب زاده زیاته کړه په امنیت شورا کی له امریکا سره د ۱۳ غړیو مخالفت په نړیوال نظام کی د واشنګټن د زیاتې منزوی کیدا سبب شوی دی
د ایران دخارجه وزارت ویندوی خطیب زاده ویلی دی د ایران پرضد د ملګرو ملتو د بایکاټونو د ورستنولو په باب د ټرمپ اقدام دغه هیواد پرضد نړیوال نظام متحد کړی دی .
خطیب زاده زیاته کړه په امنیت شورا کی له امریکا سره د ۱۳ غړیو مخالفت په نړیوال نظام کی د واشنګټن د زیاتې منزوی کیدا سبب شوی دی . خطیب زاده همداراز د دې خبرې په کولو سره چی د ایران لپاره فرق نه کوی چی د امریکا ولسمشر څوک وي ، جوته کړه له دی سره سره چی د امریکا د انتخاباتو نتیجې ډیرو هیوادونو لپاره مهمې دي او نړیوالې او سیمه ایزې اغیزې لري ، خو ایران په هغو ګوته په شمیر خپلواکه هیوادونو کی شامل دې چی داخلی او بهرنی سیاست یې په سپینې ماڼۍ کې د وګړیو له راتلو او وتلو تر اغیز لاندې نه راځی .