اسرائیل دې باید د اټومي سلاکوټو ختمیدا ته مجبور شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93318-اسرائیل_دې_باید_د_اټومي_سلاکوټو_ختمیدا_ته_مجبور_شي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران داسلامي جمهوریت خارجه وزیر جواد ظریف پرون په نړیوالې ټولنې غږ وکړ صهیونیسټ رژیم مجبوره کړي د اټومي وسلو د تولید او د پراختیا د بندیز له تړون این پي ټي سره یوځای شي او خپل اټومي سلاکوټ له مینځه یوسي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 03, 2020 00:57 Asia/Kabul
  • اسرائیل دې باید د اټومي سلاکوټو ختمیدا ته مجبور شي

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران داسلامي جمهوریت خارجه وزیر جواد ظریف پرون په نړیوالې ټولنې غږ وکړ صهیونیسټ رژیم مجبوره کړي د اټومي وسلو د تولید او د پراختیا د بندیز له تړون این پي ټي سره یوځای شي او خپل اټومي سلاکوټ له مینځه یوسي .

جواد ظریف په ملګروملتونو کښې د اټومي وسلو په کامل ډول د له مینځه وړلو د نړیوالې ورځې په غونډې کښې چې د ویډیو کانفرنس له لارې وشوه له اټومي وسلو د لومړي او د یوازني استفاده کونکي په توګه په امریکا باندې سختې نیوکې سره هیله وکړه دغه غونډه د اټومي وسلو له خپسکې څخه د بشریت په ژغورلو کښې د نړیوال اتحاد د پیاوړتیا لپاره یوځای ( محل )ووسي .

هغه د خپلو اټومي سلاکوټونو  په نوي کولو او پیاوړي کولو کښې د  امریکا اقدام ته په اشارې سره وویل له بده مرغه امریکا نه یوازې د نویو اټومي وسلو په جوړولو سره خپل سلاکوټونه نوي او پیاوړي کوي بلکې له اټومي وسلو د کار د اخیستلو د سویې په کمولو سره نورو هیوادونو ته ګواښ کوي او له اټومي تړون او د مینځه واټنه توغندیو له تړون څخه په وتلو سره یې د اټومي وسلو د تولید او د پراختیا تړون این پي ټي ته ستر ګوزار ورکړی دی .