اسرائیل دې باید د اټومي سلاکوټو ختمیدا ته مجبور شي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران داسلامي جمهوریت خارجه وزیر جواد ظریف پرون په نړیوالې ټولنې غږ وکړ صهیونیسټ رژیم مجبوره کړي د اټومي وسلو د تولید او د پراختیا د بندیز له تړون این پي ټي سره یوځای شي او خپل اټومي سلاکوټ له مینځه یوسي .
جواد ظریف په ملګروملتونو کښې د اټومي وسلو په کامل ډول د له مینځه وړلو د نړیوالې ورځې په غونډې کښې چې د ویډیو کانفرنس له لارې وشوه له اټومي وسلو د لومړي او د یوازني استفاده کونکي په توګه په امریکا باندې سختې نیوکې سره هیله وکړه دغه غونډه د اټومي وسلو له خپسکې څخه د بشریت په ژغورلو کښې د نړیوال اتحاد د پیاوړتیا لپاره یوځای ( محل )ووسي .
هغه د خپلو اټومي سلاکوټونو په نوي کولو او پیاوړي کولو کښې د امریکا اقدام ته په اشارې سره وویل له بده مرغه امریکا نه یوازې د نویو اټومي وسلو په جوړولو سره خپل سلاکوټونه نوي او پیاوړي کوي بلکې له اټومي وسلو د کار د اخیستلو د سویې په کمولو سره نورو هیوادونو ته ګواښ کوي او له اټومي تړون او د مینځه واټنه توغندیو له تړون څخه په وتلو سره یې د اټومي وسلو د تولید او د پراختیا تړون این پي ټي ته ستر ګوزار ورکړی دی .