د امریکا یواړخیز پالنه ټولو لپاره ګواښ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93461-د_امریکا_یواړخیز_پالنه_ټولو_لپاره_ګواښ
امریکا د نړیوالو ژمنو تر پښو لاندې کولو سره له پاریس کنونشن رانیولی تر برجام او ایټمی وسلو تړونه پر نړیوالو اړیکود واکمن نظام په تباه کولو پسې ده . همداراز امریکا په دغه نامناسب حرکت کی د تجارتی بایکاټونو او اقتصادی کلابندۍ د اعمالولو له لارې دبشر اساسی حقوق تر پښو لاندې کړی دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 10, 2020 10:48 Asia/Kabul
  • د امریکا یواړخیز پالنه ټولو لپاره ګواښ

امریکا د نړیوالو ژمنو تر پښو لاندې کولو سره له پاریس کنونشن رانیولی تر برجام او ایټمی وسلو تړونه پر نړیوالو اړیکود واکمن نظام په تباه کولو پسې ده . همداراز امریکا په دغه نامناسب حرکت کی د تجارتی بایکاټونو او اقتصادی کلابندۍ د اعمالولو له لارې دبشر اساسی حقوق تر پښو لاندې کړی دي .

د ټرمپ د ولسمشرۍ په پړاو کی د امریکا یو اړخیزه سیاستونو په یوې نړیوالې اندیښنې بدل شوي دي .

د امریکا یواړخیز پالنه یوازې یو یا څو هیوادونه نه ګواښی بلکې د درستې نړۍ لپاره یو چیلنچ دې . د دغې اندیښنې ځینې حقیقتونه د ناپیلی غورځنګ په غونډه کې د ایران د خارجه وزیر د نړیوالو او حقوقی چارو د مرستیال په خبرو کې مطرح شول . محسن بهاروند د نابیلی غورځنګ په پرونۍ غونډه کې چی د ویډیو کانفرنس له لارې ترسره شوه ، دغو اندیښنو ته په اشارې سره تینګار وکړ  د نړۍ هیوادونه باید د یواړخیز پالنې په رد کې په یو غږ او ګډه مخالفت وکړی .

امریکا د نړیوالو حقوقو او پریکړه لیکونو په خلاف ورزۍ سره دظالمانه بایکاټونو، اقتصادی ،کلتوری او رسندوی جنګ  او پراخو روانی  عملیاتوپه اعمالولو سره ایران ته د تاوان رسولو په لټه کی دی . دغه اقدامات نه یوازې هیڅ توجیه ، دلیل او قانونی منطق نلری بلکې د بی قانونۍ د خپرولو ، له ملګرو ملتو او نړیوالې  ټولنې له  ارادی تیریدا هم حسابیږی . امریکا د نړیوالو ژمنو تر پښو لاندې کولو سره له پاریس کنونشن رانیولی تر برجام او ایټمی وسلو تړونه پر نړیوالو اړیکود واکمن نظام په تباه کولو پسې ده . همداراز امریکا په دغه نامناسب حرکت کی د تجارتی بایکاټونو او اقتصادی کلابندۍ د اعمالولو له لارې دبشر اساسی حقوق تر پښو لاندې کړی دي .

واشنګټن اعلان کړی دی د ایران پرضد د زیات نه زیات دباو سیاست هدف له تهران سره نوی موافقې ته رسیدا ده چی پکې د امریکا د خوښې وړ درست مسایل ورځای کړې شي .د امریکا مالیې وزارت  د دغه بهیر په دوام کی د زیارت په ورځ  د ایران ۱۸ بانکونه چی زیاتره د نړۍ په ډګر کی له ځینو هغو بهرنیو شرکتونو سره  د طبی تجهیزانو او درملو د اخیستلو لپاره راکړه ورکړه لری ، بایکاټ کړل .

په ملګروملتونو کښې د ایران دائمې استازي مجید تخت روانچي د امریکا د زیات دباو سیاست د حکومتي ترهګرۍ مصداق وباله او ویې ویل دغه سیاست په خلکو کښې د درد او کړاو او دغه راز د حکومت د بدلولو لپاره د واشنګټن له فاسد سیاست سره سم د ټولنیزو ناکراریو د رامینځته کولو لپاره پلان شوی دی .

هغه د ملګروملتونو دعمومي اسمبلۍ د شپږمې کمیټۍ په غونډې کښې په دې خبرې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت د حکومتي ، د اقتصادي او د طبي ترهګرۍ په شمول په ټولو بڼو او شکلونو  کښې ترهګرۍ په کلکه غندي وویل د همیشه لپاره د ترهګرۍ د له مینځه وړلو لپاره په ملي ، سیمه ییزو او نړیوالو سویو د اړونده هیوادونو ترمینځ له غږملتیا او ملګرتیا څخه د اطمینان او له څواړخیزه کړچار او قدرت څخه استفادې کولو پرته بله چاره نشته . مجید تخت روانچي ټينګار وکړ دا یو ثابت شوی حقیقت دی چې امریکا نه یوازې په سیمه کښې بلکې په ټوله دنیا کښې د ترهګرۍ د پراخولو په حال کښې ده .

د امریکا نامناسبې غوښتنې او کړچار چی د یواړخیز پالنې نیغ په نیغه نتیجه ده ،په نړیوالو اړیکو واکمن اصول او اړیکی له ستونزې سره مخامخ کړی  دی . دغه اقدامات له دې زیات چی د ایران پرضد وی ، د نړیوالو لارو چارو ، د ملګرو ملتو د امنیت شورا او نړیوالو قوانینو او مقرراتو پرضد دی . دغو نادودو اقداماتو د تعامل او خبرو اترو اصل سخت ګوزار ورکړی دې چی په نهایت کی به د امنیت شورا او د هغې د پریکړه لیکونو د بې باوره کیدا سبب شي . په دې زمینه کی بله اندیښنه په نورو هیوادونو د امریکا د یواړخیز پالنې ورتپل دی . د امریکا حکومت چی د نړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ کونکې دې ، له نورو هیوادونو غواړی چی خپلو نړیوالو ژمنو ته پایبنده پاتې نشی . دا کړچار خطرناک دې او نړیوال امنیت ، ثبات او سوله خرابولې شی ، نوپه دې دلیل د امریکا یواړخیز پالنه یو پراخ ګواښ دې چی باید په نړیوال ډګر کی وغندل شی .

د ناپیلی غورځنګ په غونډه کی د محسن بهاروند خبرې روښانه دی چی ویې ویل د امریکا حکومت له یواړخیز پالنې سره د مقابلې یوازنۍ لاره څواړخیز پالنه او نړیوالو حقوقو ته درناوې دې .

پای