ربیعی :سیمې ته باید د هیڅ ترهه ګر پښې خلاصې نشی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93534-ربیعی_سیمې_ته_باید_د_هیڅ_ترهه_ګر_پښې_خلاصې_نشی
اسلامی ایران له خپلو ګاونډیانو غواړی چی د مځکنی بشپړتیا او نړیوالو حقوقو ته د درناوی په اساس په خبرو اترو کی جدی ګډون وکړی او د اوربند د خلاف ورزۍ په لړ کی له هر ډول اقدامه ډډه وکړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 14, 2020 02:17 Asia/Kabul
  • ربیعی :سیمې ته باید د هیڅ ترهه ګر پښې خلاصې نشی

اسلامی ایران له خپلو ګاونډیانو غواړی چی د مځکنی بشپړتیا او نړیوالو حقوقو ته د درناوی په اساس په خبرو اترو کی جدی ګډون وکړی او د اوربند د خلاف ورزۍ په لړ کی له هر ډول اقدامه ډډه وکړی .

د ایران د حکومت ویندوی علی ربیعی د اذربایجان او ارمنستان ترمینځ د جنګ د بندولو لپاره له هر نوښته د تهران ملاتړ ته په اشارې سره وویل سیمې ته به د ترهه ګرو پښې خلاصیدل د هر هیواد له لوری چی وی ، پخپله به د هغه هیواد په تاوان وی .

ښاغلی ربیعی د اذربایجان جمهوریت او ارمنستان ترمینځ د تاوتریخوالی د کمولو او میانځګړیتوب لپاره د تهران د چمتووالی په یادولو سره ټینګار وکړ سیمې ته باید د هیڅ ترهه ګر پښې خلاصې نشی .

ربیعی د دې خبرې په کولو سره چی ایران په هغو ګوته په شمیر هیوادونو کې شامل دی چی د قره باغ د لانجې له لورو سره ښې اړیکی لری ، زیاته کړه اسلامی ایران له خپلو ګاونډیانو غواړی چی د مځکنی بشپړتیا او نړیوالو حقوقو ته د درناوی په اساس په خبرو اترو کی جدی ګډون وکړی او د اوربند د خلاف ورزۍ په لړ کی له هر ډول اقدامه ډډه وکړی .

د ایران د حکومت ویندوی همداراز د ملکیانو له وژل کیدا د خواشینۍ په څرګندولو سره د دغه ډول پیښو د نه تکراریدا په ضرورت ټینګار وکړ .