د ايران په خلاف د دښمنانو دسيسو ماتې خوړلې ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93712-د_ايران_په_خلاف_د_دښمنانو_دسيسو_ماتې_خوړلې_ده
د ايران د قضائيه قوې مشر د ايران د اسلامي جمهوريت په خلاف د دښمنانو دسيسې ماتې خوړلې وبللې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 23, 2020 00:44 Asia/Kabul
  • د ايران په خلاف د دښمنانو دسيسو ماتې خوړلې ده

د ايران د قضائيه قوې مشر د ايران د اسلامي جمهوريت په خلاف د دښمنانو دسيسې ماتې خوړلې وبللې.

د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې سيد ابراهيم رئيسي پرون د اسلامي انقلاب د دښمنانو دسيسو او چلولونو ته په اشارې سره وويل، دښمنان د سياسي حربو او بنديزونو له لارې د نظام په دننه کښې د مايوسۍ او نااميدۍ پېدا کولو په لټه کښې وو او دي خو تل يې د ايران د ملت په ټينګ اودرېدنې سره ماتې خوړلې ده.

رئيسي له اسلامي نظام څخه په دفاع کښې د ايران د امنيتي ځواکونو رول ډېر مهم وبلۀ او زياته يې کړه، د ځوانانو په اډاڼې سره په اقتصادي، کرهڼيزو، صنعتي، توليدي او د خلقو د معيشت په ډګرونو کښې د ايران حالت بدلېدې شي.