ایران د کابل ترهګره حمله وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93746-ایران_د_کابل_ترهګره_حمله_وغندله
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند تیره شپه د کابل ترهګره حمله وغندله او د افغانستان له حکومت او ولس په تیره بیا د دغه جنایت د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 25, 2020 01:43 Asia/Kabul
  • ایران د کابل ترهګره حمله وغندله

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند تیره شپه د کابل ترهګره حمله وغندله او د افغانستان له حکومت او ولس په تیره بیا د دغه جنایت د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړه.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې سعید خطیب زاده په یو ټویټ کښې په دې خبرې سره چې افغانستاني زده کونکي د هغه قهر او جنګ قرباني شول چې هیڅکله یې نه وو غوره کړې، څرګنده کړه: د ایران اسلامي جمهوریت دغه بوږنونکې جنایت په کلکه غندي او د افغانستان ولس او حکومت ته تسلیت وايي.

ښاغلي خطیب زاده د خپل پیغام په پاې کښې لیکلي دي: نن شپه ایران د افغانستان په غم ویرجن دی.

په افغانستان کښې د ایران د اسلامي جموریت سفارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کابل په لویدیځ کښې په کوثر نومې روزنیز مرکز باندې شوې برید وغنده او د قربانیانو له کورنیو سره د غمرازۍ په ښودلو سره یې د زخمیانو لپاره د شفا آرزو وکړه.

یاده دې وي چې یو ځانمرګي بریدګر پرون مازیګر د افغانستان د پلازمینې کابل ښار په لویدیځ کښې په دشت برچي سیمه کښې د کوثر دانش روزنیز مرکز په خوا کښې چاودنه وکړه چې له امله یې لږترلږه ۱۸ تنه مړه او ۵۷ نور زخمي شول.

د دغې ترهګرې چاودنې زیاتره قربانیان هغه ځلمیان دي چې په دغه روزنیز مرکز کښې موجود وو.