د بیان د ازادۍ د دروغجنو مدعیانو اسلام دښمنی څرګنده شوه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93800-د_بیان_د_ازادۍ_د_دروغجنو_مدعیانو_اسلام_دښمنی_څرګنده_شوه
لویدیځ ماډرن جاهلیت هڅه کوی د بشپړه دین سپیڅلتیاو ته په سپکاوی سره په نیغه لاره د ویښو او خبرو فطرتونو د ګروهنې خنډ شی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 27, 2020 10:47 Asia/Kabul
  • د بیان د ازادۍ د دروغجنو مدعیانو اسلام دښمنی څرګنده شوه

لویدیځ ماډرن جاهلیت هڅه کوی د بشپړه دین سپیڅلتیاو ته په سپکاوی سره په نیغه لاره د ویښو او خبرو فطرتونو د ګروهنې خنډ شی

د اسلامی ایران پوځ د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) په سپکاوی کې د شارلی ابدو خپرونې سپکونکې اقدام او له دغه اقدامه د فرانسې د ولسمشر ملاتړ وغنده .

د اسلامی ایران د پوځ په بیانیه کې راغلی دی د شارلی ابدو خپرونې سپکونکی او کرکجن اقدام چی  د فرانسې د ولسمشر ملاتړ هم ورسره دې ، یوځل بیا د بیان د ازادۍ د دروغجنو مدعیانو اسلام دښمنی روښانه کړه  . دغه بیانیه زیاتوی چی د لویدیځ ماډرن جاهلیت هڅه کوی د بشپړه دین سپیڅلتیاو ته په سپکاوی سره  په نیغه لاره د ویښو او خبرو فطرتونو د ګروهنې خنډ شی .

د فرانسې شارلی ابدو خپرونې په تیرو ورځو کې یو ځل بیا د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) په اړه سپکونکی کارټونونه خپره کړی دي .

د فرانسې ولسمشر په یو لړ څرګندونو کې  له ډیپلوماټیک عرف او د ډیموکراسۍله اساس لیرې په یو لړ څرګندونو کې وویل فرانسه هماغه راز د اسلام د ګران پیغمبر ضد سپکونکیو کارټونونو خپرولو ته دوام ورکوی .