ایران په سیمه کښې د سولې د تینګیدا هڅه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93807-ایران_په_سیمه_کښې_د_سولې_د_تینګیدا_هڅه_کوي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال سید عباس عراقچي بیګا د اذربایجان جمهوریت پلازمینې باکو ته د رسیدا په وخت د قره باغ د شخړې د حل لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت وړاندیز شوي پلان ته په اشارې سره وویل تهران په سیمه کښې د سولې د ټینګیدا هڅه کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 28, 2020 00:52 Asia/Kabul
  • ایران په سیمه کښې د سولې د تینګیدا هڅه کوي

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال سید عباس عراقچي بیګا د اذربایجان جمهوریت پلازمینې باکو ته د رسیدا په وخت د قره باغ د شخړې د حل لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت وړاندیز شوي پلان ته په اشارې سره وویل تهران په سیمه کښې د سولې د ټینګیدا هڅه کوي .

عراقچي په دې خبرې سره چې اذربایجان جمهوریت ته زما ورتلل  هغو هیوادونو ته چې  د اذربایجان جمهوریت د وروستیو جنګونو په ختمولو کښې اغیز شیندونکي دي د یوه پړاویز سفر په چوکاټ کښې دی وویل زما د سفر اصلي هدف د قره باغ د شخړې د حل لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د وړاندیزي نوښت مطرح کول او د ارمنستان او د اذربایجان جموریت ترمینځ او د هغه په نتیجه کښې په سیمه کښې د پایدارې سولې ټینګول دي .

د ایران داسلامي جمهوریت استازي عباس عراقچی د اذربایجان جمهوریت د نیول شویو ځکمو نیواک پاې ته رسول د ایران د نوښتي پلان یو(۱) مهم عنصر وباله او ویې ویل د لږکیو د حقوقو او د بشر دوستانه حقوقو ساتل د قره باغ سیمې د شخړې د حل لپاره د ایران د نوښتي پلان بل بنسټ دی .

د ایران د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال عباس عراقچي به د اذربایجان جمهوریت له چارواکو سره له خبرو وروسته روسیې او ارمنستان او بیا ترکیې ته ولاړ شي چې د قره باغ د شخړې د حل لپاره د تهران په وړاندیز شوي پلان خبرې وکړي .