د عراق ملت به دښمانان ناهیلي کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93813-د_عراق_ملت_به_دښمانان_ناهیلي_کړي
زمونږ خبریال وايي په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود سلاکار علي اکبر ولایتي وویل د عراق خلک به په ژور ملي پیوستون سره د هیواد د پیوستون دفاع وکړي او دښمانان به ناهیلي کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 28, 2020 01:57 Asia/Kabul
  • د عراق ملت به دښمانان ناهیلي کړي

زمونږ خبریال وايي په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود سلاکار علي اکبر ولایتي وویل د عراق خلک به په ژور ملي پیوستون سره د هیواد د پیوستون دفاع وکړي او دښمانان به ناهیلي کړي .

په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود سلاکار علي اکبر ولایتي پرون په تهران کښې د عراق د النجبا اسلامي مقاومت غورځنګ له مشر شیخ اکرم الکعبي سره په کتنې کښې په سیمه کښې د امریکا دسیسو ته په اشارې سره وویل دحرم د مدافعانو او د مقاومت د شهیدانو د وینې په برکت د عراق په پارلمان کښې د امریکا د عسکرو د ایستلو قانون تصویب شوی دی  کوم به چې د عراق او د سیمې لپاره ارزښتمنې نتیجې ولري .

علي اکبر ولایتي دغه راز د ایران او د عراق د ملتونو د اړیکو په پراختیا باندې ټینګار سره وویل حسیني اربعین د دوو (۲) دوستو او  وروڼو ملتونو د اړیکو د ورایښت اوج دی .

د عراق د النجبا اسلامي مقاومت غورځنګ مشر شیخ اکر الکعبي هم د ایران او د عراق په اړیکو کښې د خنډ د رامینځته کولو لپاره  ځینو دسیسو ته په اشارې سره وویل امریکا او د هغې ګوډاګیان د تهران او د بغداد د اړیکو د خرابولو هڅه کوي او دا په داسې حال کښې دي چې د عراق خلکو د ایران په ملاتړ سره د داعش پرضد  جنګ او د امریکا له نیواکګرانو سره په مقابلې کښې مقاومت وکړ .