د عراق ملت به دښمانان ناهیلي کړي
زمونږ خبریال وايي په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود سلاکار علي اکبر ولایتي وویل د عراق خلک به په ژور ملي پیوستون سره د هیواد د پیوستون دفاع وکړي او دښمانان به ناهیلي کړي .
په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود سلاکار علي اکبر ولایتي پرون په تهران کښې د عراق د النجبا اسلامي مقاومت غورځنګ له مشر شیخ اکرم الکعبي سره په کتنې کښې په سیمه کښې د امریکا دسیسو ته په اشارې سره وویل دحرم د مدافعانو او د مقاومت د شهیدانو د وینې په برکت د عراق په پارلمان کښې د امریکا د عسکرو د ایستلو قانون تصویب شوی دی کوم به چې د عراق او د سیمې لپاره ارزښتمنې نتیجې ولري .
علي اکبر ولایتي دغه راز د ایران او د عراق د ملتونو د اړیکو په پراختیا باندې ټینګار سره وویل حسیني اربعین د دوو (۲) دوستو او وروڼو ملتونو د اړیکو د ورایښت اوج دی .
د عراق د النجبا اسلامي مقاومت غورځنګ مشر شیخ اکر الکعبي هم د ایران او د عراق په اړیکو کښې د خنډ د رامینځته کولو لپاره ځینو دسیسو ته په اشارې سره وویل امریکا او د هغې ګوډاګیان د تهران او د بغداد د اړیکو د خرابولو هڅه کوي او دا په داسې حال کښې دي چې د عراق خلکو د ایران په ملاتړ سره د داعش پرضد جنګ او د امریکا له نیواکګرانو سره په مقابلې کښې مقاومت وکړ .