ايران د يمن د سپورټ د وزير وژله وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93819-ايران_د_يمن_د_سپورټ_د_وزير_وژله_وغندله
د ايران د خارجه وزارت وياند د يمن د ملي نجات د حکومت د سپورټ او ځوانانو د وزير وژله وغندله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 28, 2020 08:48 Asia/Kabul
  • ايران د يمن د سپورټ د وزير وژله وغندله

د ايران د خارجه وزارت وياند د يمن د ملي نجات د حکومت د سپورټ او ځوانانو د وزير وژله وغندله.

سعيد خطيب زاده نن په يو پېغام کښې د يمن د ملي نجات د حکومت د سپورټ او ځوانانو د وزير او د حزب الحق د مشر حسن محمد زېد د وژلې په غندلو او د دغه هېواد له حکومت، ملت او د دغه يمني چارواکي له کورنۍ سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره تاکيد وکړ: دغه ناځوانمردانه حمله په يمن باندې د تيريګرو د نورو جنايتونو په شان يوازې د دغه هېواد له مقاوم او کلکې ارادې لرونکي ملت سره په مقابله کښې د تيريګرو د کمزورۍ او بندون ته د رسېدو ښودنه کوي.

د ايران د خارجه وزارت وياند واضحه کړه، دغه وژله يوازې د يمن د خلقو اراده او روحيه کمزورې کوي نه بلکه له مخکښې نه زيات د دغه غېرتمن ملت د حقانيت ښودنه کوي.

د يمن د سپورټ او ځوانانو وزير حسن محمد زيد پرون  د صنعا د جنوب په حده سيمه کښې د ناپېژندل شوي وسله وال په ډزو ولګېد او له زخمي کېدو وروسته د صنعاء يو روغتون ته منقل کړې شوچې هلته کښې يې سا ورکړه.