ایران ته د روسیې الوتنې بیرته پیل شوې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i94163-ایران_ته_د_روسیې_الوتنې_بیرته_پیل_شوې
د روسیې ایروفلوټ Aeroflot نومې د هوايي چلند شرکت د نومبر له اتلسمې نیټې څخه د ماسکو-تهران ترمینځ نیغ په نیغه الوتنې دوباره پیلوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 13, 2020 04:27 Asia/Kabul
  • ایران ته د روسیې الوتنې بیرته پیل شوې

د روسیې ایروفلوټ Aeroflot نومې د هوايي چلند شرکت د نومبر له اتلسمې نیټې څخه د ماسکو-تهران ترمینځ نیغ په نیغه الوتنې دوباره پیلوي.

د روسیې ایروفلوټ Aeroflot نومې د هوايي چلند شرکت د نومبر له اتلسمې نیټې څخه د ماسکو-تهران ترمینځ نیغ په نیغه الوتنې دوباره پیلوي.

د ایرنا د خبر له مخې د ایرو فلوټ هوايي شرکت وړومبنې پرواز راتلونکې چارشنبه د تهران له امام خمیني(رح) نړیوال هوايي ډګر څخه د ماسکو د نړیوال هوايي ډګر په مقصد ترسره کیږي.

د دغه رپورټ له مخې د تهران-ماسکو ترمینځ الوتنې د یکشنبې او چارشنبې په ورځو یعنې په هفته کښې دوه ورځې د روسي سوخو الوتکو په ذریعه ترسره کیږي.

د کرونا د وبا خپریدو په وجه لګیدلي محدودیت ته په پام سره د ایروفلوټ او ماهان ایر شرکتونو له خوا د ایران او روسیې ترمینځ مسافر وړونکې الوتنې ترسره کیږي.

د ایران ماهان هوايي شرکت هم نن سبا د تهران-ماسکو-تهران ترمینځ د هرې اونۍ په پنجشنبې ورځې الوتنې ترسره کوي.