د ایران او د افغانستان چارواکو خبرې وکړې
ایرنا خبري اژانس راپور ورکړ د ایران او د افغانستان د ستراتیژیکو ملګرتیاو د جامع سند د خبرو پینځم (۵) پړاو پرون په تهران کښې ترسره شو .
د ایران او د افغانستان د ستراتيژیکو ملګرتیاو د جامع سند د خبرو اترو پینځم (۵) پړاو پرون په تهران کښې د دواړو هیوادونو د پلاویو ترمینځ چې مشرۍ د ایران د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال عباس عراقچي او د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال میرویس ناب کوله ترسره شو .
د ایران د باندنیو چارو د وزیر مرستیال عباس عراقچي په دغه غونډې کښې د خبرو په دغه پړاو کښې په ترلاسه شویو پرمختګونو باندې د خوښې په څرګندولو سره هیله وکړه د ایران او د افغانستان د ستراتيژیکو ملګرتیاو جامع سند ژر د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو لخوا لاسلیک کیدا ته چمتو شي .
په دغه سند کښې په سیاسي ، امنیتي ، اقتصادي ،کلتوري حوزو کښې د ایران او د افغانستان د اوږد مهاله اړیکو لرلید ، د دواړو هیوادونو ښاریزو ته اړونده مسائیل او دغه راز د اوبو موضوع شامله ده .
د خبرو له پیلیدا مخکې د ایران او د افغانستان د خارجه وزیرانو مرستیالانو عباس عراقچي او میرویس ناب په جلا جلا کتنو کښې د خبرو اترو په بهیر غور وکړ او دواړو لورو د دغه سند زر د نهايي کیدا لپاره د خپلو هیوادونو په ارادې ټینګار وکړ .
د ایران او د افغانستان د ستراتيژیکو ملګرتیاو د جامع سند د خبرو پینځم (۵) پړاو نن هم دوام لري .