د حضرت معصومه س د وفات په هکله تسلیت وایو
(last modified Thu, 26 Nov 2020 00:04:07 GMT )
Nov 26, 2020 04:34 Asia/Kabul
  • د حضرت معصومه س د وفات په هکله تسلیت وایو

زمونږ خبریال وايي نن د پنجشنبې ورځ د ۲۰۲۰ میلادي کال د نوامبر د میاشتې شپږویشتمه (۲۶) او د څوارلس سوه دوه څلویښتم (۱۴۴۲) هجري قمري کال د ربیع الثاني د میاشتې لسمه (۱۰) نیټه ده چې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د اتم (۸) امام حضرت رضا علیه السلام د ګرانې خور حضرت بي بي فاطمه معصومه سلام الله علیها د وفات له کلیزې سره سمون خوري .

د حضرت فاطمه معصومه سلام الله علیها پاک حرم د ایران په قم ښار کښې دی او دغه ښار د دغه سترې میرمنې د وفات په شپه په ویر او ماتم کښې ډوب دی .

د قم ښار خلکو د اسلام له دغه سترې میرمنې او د اهل بیت علیه السلام د عصمت او د طهارت له کورنۍ  سره د خپل ارادت او د غم د ښودلو لپاره  په کورونو او مذهبي ځایونو تور بیرغونه ولګول .

روان کال د کورونا ویروس په خاطر د ایران خلکو د اینټرنیټ له لارې د حضرت معصومه سلام الله  علیها زیارت وکړ .

د ایران د راډیو او د ټیلي ويژن اداره صداوسیما د حضرت معصومه سلام الله علیها د وفات د کلیزې په مناسبت ټولو مسلمانانو ته تسلیت وايي .