د ایران پرضد پوځي لاره د دښمن له اجنډا خارجه شوي ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i94430-د_ایران_پرضد_پوځي_لاره_د_دښمن_له_اجنډا_خارجه_شوي_ده
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب د ساتندویه ځواک سپاه پاسداران قومندان برید جنرال حسین سلامي وویل دښمن د اسلامي جمهوریت نظام ته په فیزیکي ډول له ګوزار ورکولو ناهیلی شوی او پوځي جنګ یې له پروګرام څخه خارج شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 26, 2020 01:13 Asia/Kabul
  • د ایران پرضد پوځي لاره د دښمن له اجنډا خارجه شوي ده

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب د ساتندویه ځواک سپاه پاسداران قومندان برید جنرال حسین سلامي وویل دښمن د اسلامي جمهوریت نظام ته په فیزیکي ډول له ګوزار ورکولو ناهیلی شوی او پوځي جنګ یې له پروګرام څخه خارج شوی دی .

هغه پرون له ایران سره په پوځي ټکر کښې د دښمانانو ناکامۍ ته په اشارې سره وویل د ایران د اسلامي جمهوریت د نظام دښمانانو د ایران دخلکو په دین ،  کلتور،معیشت او سلامتیا ګوزار پیل کړی دی .

د ایران د سپاه پاسداران ځواک قومندان حسین سلامي ټینګار وکړ بسیج ځواک په ټولو ډګرونو کښې مقاومت کړی دی چې د اسلامي انقلاب د ستر لارښود تر حکم لاندې د ایران دملت د لوړو ارزښتونو دفاع وکړي .

هغه په دې خبرې سره د ایران بسیج ځواک له هیڅ دښمن نه ویریږي وویل بسیجي ځوانان د ایران د ملت د حیثیت دفاع کوي او د دغه ماجرا تر اخره پورې چې د  دښمانانو په کامل ډول زوال او نابودۍ ده مقاومت کوي .