ناپییلي غورځنګ باید د فخري زاده ټرور ته غبرګون وښيي
ایرنا خبري اژانس وايي په جنیوا کښې په نړیوالو ادارو او د ملګروملتونو په دفتر کښې د ایران دایمي استازي او سفیر «اسماعیل بقایي هامانه» د ناپییلي غورځنګ مشر ته د لیک په استولو سره د اټومي ساینس پوه محسن فخري زاده د ټرور په هکله د دغه غورځنګ د غړیو د پریکنده غبرګون د ښودلو پرضرورت ټینګار وکړ .
هغه د ناپییلي غورځنګ د مشر په توګه د اذربایجان جمهوریت نمایندګۍ ته په لیک کښې د ایران د اټومي ساینس پوه په ټرور کښې د صهیونیسټ رژیم د لاس لرلو په هکله د جدي ثبوتونو لرلو ته په اشارې سره دغه ناوړه اقدام د ټولو اخلاقي ارزښتونو او د نړیوالو حقوقو ستره خلاف ورزۍ وبلله .
اسماعیل بقايي هامانه دغه راز په نړیوال امنیت ، سولې او د قانون په واکمنۍ باندې د جنګ غواړي حکومتي ترهګرۍ د خطرناکو پایلو په هکله خبرداری ورکړ .