پر ایران باندې پر غیر انساني بندیزونو د امریکایي پادري نیوکې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i94590-پر_ایران_باندې_پر_غیر_انساني_بندیزونو_د_امریکایي_پادري_نیوکې
امریکایي پادري پر ایران باندې د امریکا له خوا په تېره بیا په روغتیایي برخو کې پر غیرانساني بندیزونو باندې په سختو ټکو نیوکي وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 03, 2020 09:11 Asia/Kabul
  • پر ایران باندې پر غیر انساني بندیزونو د امریکایي پادري نیوکې

امریکایي پادري پر ایران باندې د امریکا له خوا په تېره بیا په روغتیایي برخو کې پر غیرانساني بندیزونو باندې په سختو ټکو نیوکي وکړې.

په امریکا کې د منونایټ د عیسویانو د کلیسا د مرکزي کمېتې غړی او پادري ډاګ هاټر تېره ورځ ایرنا سره په یوه مرکه کې وویل: ټولي مرسته کوونکي ډلي چي ایران سره یې بشردوستانه او روغتیایي همکارۍ کولې د امریکا د بندیزونو په تېره بیا د بانکي بندیزونو د امله خپل فعالیتونه درولي دي.

دغه امریکایي پادري زیاته کړه: د عیسویانو یوه ډله تر دې مخکې سره راټول شوي وه چي په ایران کې د کرونا وایروس سره د مقابلې لپاره مرستې راټولي کړي او دې هیواد ته واستوي خو په ټوله امریکا کې هیڅ داسي یوه اداره نشته چي ایران سره راکړه ورکړه ولري.

د دغه امریکایي پاډري په وېنا: ایران ته د بشري او رغتیايي مرستو د لېږلو لپاره باید د امریکا د مالیې له وزارت څخه بېلابېل جوازونه واخیستل شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په یو لیک کې ویلي و چي د ایران د روغتیایي پوهنیز نظام د وړتیاو سره سره ایران د امریکا د بندیزونو د امله او د روغتیایي تجهیزاتو ته د نه لاسرسی د امله د کرونا سره په مبارزه کې له ستونزو سره مخامخ شوی دی.