په مسلمانانو کې نفاق اچونه د اسلام د دښمنانو سیاست دی
Dec 11, 2020 11:05 Asia/Kabul
په اټیوپیا کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر وویل: د مسلمانانو تر مینځ نفاق اچونه د اسلام د مبارک دین د دښمنانو اساسي سیاست دی.
د مهر د راپور سره سم، په اټیوپیا کې د ایران سفیر صمد علی لکی زاده د جمعې په ورځ د دې هیواد د لوی مفتی حاجی عمر ادریس سره د مسلمانانو په ستره شورا کې د لیدلو پر مهال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مسلمانانو تر مینځ پر وحدت او یووالې باندې ټینګار وکړ.
لکی زاده د مسلمانانو تر مینځ نفاق اچونه د اسلام د مبارک دین د دښمنانو سیاست په بللو سره وویل: هغوی نن سبا د اسلام د مبارک پیغمبر د ساحت سپکاوی کوي او قران شریف سوځوي.
د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر د اټیوپیا د مسلمانانو لوی مفتی ته بلنه ورکړه چي ایران ته سفر وکړي او هیواد کې د اهل تشیعو او اهل تسننو له علماوو سره وګوي.
ټیګونه