بشري حقوق په ایران د دباو لپاره د لویدیځو هیوادونو سیاسي اوزار :-
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i94885-بشري_حقوق_په_ایران_د_دباو_لپاره_د_لویدیځو_هیوادونو_سیاسي_اوزار
د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده د ملګروملتونو په عمومي اسمبلۍ کښې د ایران پرضد د پریکړه لیک صادریدل د قانوني توجیه نه لرونکي وبلل او ویې ویل د ایران پرضد د پریکړه لیک بنسټګران له نړیوالو ادارو څخه اوزاري استفاده کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 18, 2020 10:52 Asia/Kabul
  • بشري حقوق په ایران د دباو لپاره د لویدیځو هیوادونو سیاسي اوزار :-

د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده د ملګروملتونو په عمومي اسمبلۍ کښې د ایران پرضد د پریکړه لیک صادریدل د قانوني توجیه نه لرونکي وبلل او ویې ویل د ایران پرضد د پریکړه لیک بنسټګران له نړیوالو ادارو څخه اوزاري استفاده کوي .

سعید خطیب زاده په تیرې پنجشنبې ورځ د کاناډا په وړانديز او  د اروپايي هیوادونو او د اسرائیلو په ملاتړ سره د ملګروملتونو په عمومي اسمبلۍ کښې د ایران پرضد د پریکړه لیک تصویبیدا ته په غبرګون کښې وویل د کاناډا د حکومت او د دغه پریکړه لیک د نورو بنسټګرانو اقدام د تنګ نظره سیاسي اغراضو د پرمخ بیولو لپاره د بشري  حقوقو له ارزښتونو او مفاهیمو د ناوړه استفادې ښکاره نښه ده او دغه کارونه محکوم دي .

د کاناډا لخوا وړاندیز شوی پریکړه لیک د ملګروملتونو په عمومي اسمبلۍ کښې په اتیا(۸۰) موافقو رایو سره تصویب شو او د ملګروملتونو کابو یوسل پینځلسو (۱۱۵) غړیو د تهران ضد د پریکړه لیک ملاتړ ونکړ .

دغه موضوع د دې ښودنه کوي چې د ملګروملتونو اکثره غړي هیوادونه د بشري حقوقو د مسلې په وړانډې د خپلې خوښې له کړچار سره مخالف دي .

د بشري حقوقو د مسلې په هکله د لویدیځ د خوښې وړ کړچار تل د ایران په وړاندې کارول شوی دی .

د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ په پلمه په ایران باندې دباو په داسې حال کښې دی چې د ایران پرضد اقتصادي بندیزونه ، د درملو بندیزونه او د هیواد د لوړرتبه چارواکو ټرور کول د بشري حقوقو ښکاره خلاف ورزۍ ده خو لویدیځو هیوادونو د دغو چارو په وړاندې چپتیا غوره کړي ده .

د ملګروملتونو په عمومي اسمبلۍ کښې د ایران ضد د پریکړه لیک د تصویبونکو هیوادونو کړچار د انسانانو د حقوقو د سیسټاماټیک او له سختې خلاف ورزۍ او په تیره بیا په نورو هیوادونو کښې له پوځي لاسوهنو او د  لویدیځې اسیا سیمې په ځینو هیوادونو باندې د وسلو د خرڅولو له موردونو څخه ډک دی .

په یمن کښې د بشریت پرضد د جنایت په وړاندې د لویدیځو هیوادونو چپتیا ، په ځینو عربو هیوادونو باندې د وسلو خرڅول او د یمن دخلکو د وژلو لپاره له دغو وسلو استفاده کول د بشري حقوقو له موضوع سره په چلند کښې د لویدیځو هیوادونو د دوه ګوڼه کړچار ښکاره بیلګه ده .

د بشري حقوقو د مسلې په وړاندې د لویدیځ د کړچار په تاریخچې باندې غور د دې ښودنه کوي کله چې د امریکا او د اروپايي هیوادونو ګټې په خطر کښې پریوځي نو په هغو هیوادونو باندې چې له دوې سره موافق نه دي د دباو لپاره د یوه (۱) ظرفیت په توګه د بشري حقوقو له قوائدو استفاده کوي .

د لویدیځو هیوادونو دغه غیر رغنده اقدامات د نړۍ په سویه د بشري  حقوقو د حالت له ښه کیدا سره مرسته نه کوي او یوازې په خپلواکه هیوادونو  باندې د دباو په هدف سره د دغو هیوادونو پرضد د ځینو لویدیځو هیوادونو د سیاسي اقداماتو د دوام سبب کیږي .

په همدې زمینه کښې د ایران د بشري حقوقو د کمیټۍ سیکرټر« علي باقري کني» له ایران پریس خبري اژانس سره په مرکه کښې د بشري حقوقو موضوع ته دوو(۲) متفاوتو نظرونو ته په اشارې سره وویل لومړی نظر د لویدیځو هیوادونو لیدتوګه ده چې د لویدیځو هیوادونو بشري حقوق د هغوې له ګټو او سیاستونو څخه سرچینه اخلي او بل نظر د ایران لیدتوګه ده چې سیاستونه یې له بشري حقوقو څخه سرچینه اخلي .

بشري حقوق په لویدیځ کښې د واکمنۍ یو(۱) اوزار دی او په دغو شرایطو کښې د کاناډا په وړاندیز او د امریکا او د اسرائیلو په ملاتړ سره د ملګروملتونو په عمومي اسمبلۍ کښې د ایران پرضد د پریکړه لیک د تصویبیدا په شمول د لویدیځ د بشري حقوقو کړچارونه د ایران پرضد د زیات دباو د سیاست دوام دی چې دوې خپلو هدفونو او ګټو ته ورسیږي .