د اسلامي انقلاب ستر لارښود عیسایانو ته مبارکي وویله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i95016-د_اسلامي_انقلاب_ستر_لارښود_عیسایانو_ته_مبارکي_وویله
ایران پریس خبري اژانس راپور ورکړ د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د حضرت عیسی علیه السلام د نیکمرغه زوکړې په مناسبت د اختر په پیغام کښې د ایران او د دنیا عیسایانو ته مبارکي وویله .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 26, 2020 04:28 Asia/Kabul
  • د اسلامي انقلاب ستر لارښود عیسایانو ته مبارکي وویله

ایران پریس خبري اژانس راپور ورکړ د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د حضرت عیسی علیه السلام د نیکمرغه زوکړې په مناسبت د اختر په پیغام کښې د ایران او د دنیا عیسایانو ته مبارکي وویله .

هغه حضرت په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې یوه (۱) پیغام کښې چې په انګریزۍ ژبې خپور شو د حضرت عیسی علیه السلام د زوکړې د اختر په هکله د ایران او د نړۍ مسیحیانو ته مبارکي ورکړه .

په دغه پیغام کښې ویل شوي دي د حضرت عیسي علیه السلام د زوکړې د کلیزې په مناسبت د نړۍ ټولو عیسایانو او مسلمانانو په تیره بیا د خپل هیواد عیسایانو ته مبارکي وایم .

پرون د دسمبر د میاشتې پینځویشتمې (۲۵) نیټې د حضرت عیسی علیه السلام له نیکمرغه زوکړې سره سمون خوړه .