له اسرائیلو سره د اړیکو عادي کیدل ستره غلطۍ ده
زمونږ خبریال وايي د ایران د مصلحت د پيژندنې د ټولنې مشر محسن رضايي ټینګار وکړ له اسرائیلو سره به داسې کار وکړو چې عربي هیوادونه هم پوه شي له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو په عادي کولو سره یې ستره غلطۍ کړي ده .
محسن رضايي د لبنان له المنار ټیلي ويژن سره په مرکه کښې د ډګر جنرال شهید حاج قاسم سلیماني او د اټومي ساینس پوه شهید محسن فخري زاده په شمول د ایران د لوړرتبه چارواکو ټرور ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ځواب د ورکولو په هکله وویل د دوښمن او زمونږ ترمینځ نوی جنګ پیل شوی او دغه جګړه دوام لري .
د ایران د نظام د مصلحت د پیژندنې د ټولنې مشر محسن رضايي په دې خبرې سره چې ایران دوه (۲) کاله کیږي مقاومت پیل کړی دی وویل دغه مقاومت یو (۱)اغیزشیندونکی مقاومت دی او په فارس خلیج کښې د امریکا د جاسوسۍ د الوتکې نسکورول او د انګلستان د کشتۍ نیول او پکښې د ناستو کسانو محاکمه کول د ایران د اغیزشیندونکي مقاومت اثار او اغیزونه دي .
هغه دې ته په اشارې سره چې په عراق کښې د امریکا په «عین الاسد اډې باندې د ایران په توغندوي برید کښې دغه اډې ته ستر ګوزار ورکړل شو وویل مونږ کولای شو چې امریکا او اسرائیل له دې څخه زیات سزا کړو .
محسن رضايي په دې خبرې سره چې اسرائیل او امریکا د ایران د نامنه کولو او د اقتصادي جنګ لپاره یولړ اقدامات ترسره کوي وویل دغه خبره طبیعي ده چې مونږ په دغه جنګ کښې شهیدان ورکړو او په مونږ دباو راشي او بیه ورکړو خو تراوسه جنګ ختم شوی نه دی .