د سردار قاسم سلیماني د ټرور لاملین به پخپله سزا ورسیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i95125-د_سردار_قاسم_سلیماني_د_ټرور_لاملین_به_پخپله_سزا_ورسیږي
د افغانستان په لوېدیځ ولایت هرات کې د ایران د اسلامي جمهوریت سرکنسول ویلي چي د سردار قاسم سلیماني په ټرور تورن کسان به محاکمه شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 31, 2020 11:48 Asia/Kabul
  • د سردار قاسم سلیماني د ټرور لاملین به پخپله سزا ورسیږي

د افغانستان په لوېدیځ ولایت هرات کې د ایران د اسلامي جمهوریت سرکنسول ویلي چي د سردار قاسم سلیماني په ټرور تورن کسان به محاکمه شي.

په هرات کې د ایران د اسلامي جمهوریت سرکنسول محمد صدیقی فر په دغه ولایت کې د شهید سلیماني د کلیزي په مناسبت پرانیستل شوی نندارتون کې وویل: سردار سلیمانی یوازې یو وتلی جنرال نه و، بلکي هڅه کوله چي مینه او محبت د جګړو له میدانه راوباسي او مظلومو ولسونو ته ور وبخښي.

صدیقی فر زیاته کړه: هیڅ څوک په افغانستان، عراق، سوریه، لبنان او نورو هیوادونو کې د داعش سره په مبارزه کې د سردار قاسم سلیماني د ستر رول انکار نه شي کولای، که څه هم ځینې غربي رسنیو د دغه شهید د هڅو د بدنامولو په موخه ستر تبلیغات پیل کړي.

په هرات کې د ایران فرهنګي سلایار مجتبی نوروزي هم ویلي: نړیوال باید په دې پوه شي چي سردار قاسم سلیماني یوازې د امن او ثبات په لړ کې فعالیت کاوه، که دښمن په وړاندې د هغه مقاومت نه وای نو نن به داعش د سیمي په اکثرو هیوادونو کې پیاوړی حضور درلودلای.

د افغانستان د ولسمشر مخکنی سلاکار سیروس علاف وایي: سردار قاسم سلیمانی داعش سره د مبارزې په ډګر کې یو نړیوال، اغیز شیندونکی او پېژندل شوی شخصیت و.

په ایران کې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس د ځواکونو قومندان جنرال قاسم سلیمانی د ۲۰۲۰ میلادی کال د جنوري په میاشته کې په داسي حال کې چي د عراق د رسمي چارواکو په بلنه دې هیواد ته سفر کړی و د ټرامپ په حکم د یو ټروریستي برید په ترڅ کې د عراق د حشد الشعبي د سازمان له مرستیال او اتو نورو کسانو سره په شهادت ورسېدل.