د ایران سپاه پاسداران امریکا ته خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i95228-د_ایران_سپاه_پاسداران_امریکا_ته_خبرداری_ورکړ
ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ځای ناستي برید جنرال پاسدار محمد حجازي په عراق کښې د امریکا وروستي خوځښتونه اوور رامینځته کونکي وبلل او خبرداری یې ورکړ که چیرې امریکا نیت لري سیمه ناکراره کړي نو حتما به پښیمانه شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 05, 2021 10:51 Asia/Kabul
  • د ایران سپاه پاسداران امریکا ته خبرداری ورکړ

ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ځای ناستي برید جنرال پاسدار محمد حجازي په عراق کښې د امریکا وروستي خوځښتونه اوور رامینځته کونکي وبلل او خبرداری یې ورکړ که چیرې امریکا نیت لري سیمه ناکراره کړي نو حتما به پښیمانه شي .

هغه نن په سیمه کښې د امریکا وروستیو پوځي خوځښتونو ته په اشارې سره وویل د واشنګټن دغه خوځښتونه او اقدامات ممکنه ده چې سیمه له اوور سره مخ کړي .

محمد حجازي د مقاومت دچورلیز په هکله د لبنان دحزب الله د مشر حسن نصر الله وینا ته په اشارې سره وویل د ایران سپاه قدس دریځ همغه د حسن نصر الله دریځ  دی .

د لبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله د امریکا د  اسرائیلو او ددوې متحدانو ته په وینا کښې ویلي وو تاسو چې د مقاومت مشران ټرور کوئ نو ملتونه بیداریږي او حق ته د هغوې پاې بندۍ زیاتیږي .