د ایران سټراټيجک اهداف له سیمې د امریکایان ایستل دي
Jan 07, 2021 04:18 Asia/Kabul
د ایران د پوځ مشر قومندان وویل: د ایران یو سټیراټیجک هداف له سیمې څخه د امریکایانو ایستل دي.
د ایران د پوځ مشر قومندان وویل: د ایران یو سټیراټیجک هداف له سیمې څخه د امریکایانو ایستل دي.
نرال عبدالرحیم موسوي پرون د پوځ د ډرون جنګ د سترو او ګډو مشقونو د ترسره کیدو ترڅنګ وویل: د پوځ د ډرون جنګ د سترو مشقونو ترسره کیدل دښمنانو ته یو خبردارې دی چې فکر وکړي او په محاسباتو کښې غلطي ونه کړي.
هغه زیاته کړه چې د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ د بې پایلټه الوتکو په برخه کښې ډیر ښه توان او قدرت لري چې که یوه ورځ یې د عمل په میدان کښې دښمن ته د ښودلو ضرورت راغې نو دا کار به په ډیر اقتدار سره ترسره کړي.
ټیګونه