ولسمشر روحاني:
د ايران ملت د بهرنيو وېکسينود آزمائنې ذريعه نه جوړيږي
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل: د ايران ملت د بهرنيو وېکسينو د آزمائنې ذريعه نه جوړيږي.
ولسمشر حسن روحاني نن په تهران کښې له کورونا سره د مقابلې د ملي کمېټۍ په يوپنځوسمه غونډه کښې وويل: بهرني شرکتونه غواړي ايران ته داسې وېکسين ورکړي چې په خلقو وزمائلې شي، خو روغتيا وزارت يې مخه ونيوه.
ډاکټر روحاني د کورونا وېکسينو د اخېستلو په زمينه کښې ځينو آوازو ته په اشارې سره زياته کړه، د ايران رېډيو او ټيلي ويژن اداره او رسنې پکار دے د داسې اوازو مقابله وکړ او په مقابل کښې خلق هم يوازې د روغتيا د وزارت د ماهرينو خبرو ته غوږ شي او د ناوړه استفاده کونکو په خبرو ونه غولېږي.
هغه د دې په بيانولو سره چې د وېکسينو برابرول او اخېستل د حکومت يوه ترجيح ده تاکيد وکړ، د وېکسينو لګول بايد په دې معنا نه وي چې روغتيائي دستورالعملونو خيال دې ونه ساتل شي.
ولسمشر روحاني وويل، که د کورونا د وېکسينو اثر سل په سلو کښې وي چې په هيڅ يو وېکسين کښې داسې نه وي نو څو هفتې به پرې لګي چې اثرات يې څرګند شي.
د ايران ولسمشر زياته کړه، تقريباً ټوله دنيا سپارښتنه کوي چې حتی که ټول خلق هم ويکسين په اختيار کښې ولري نو بيا هم لږ تر لږه پينځه شپږ مياشتې دې هم هغه شان د روغتيائي دستورالعملونو خيال ساتنه په خپله اېجنډا کښې راولي.