جنرال سلامي : د استکبار په خلاف نړیوال قدرت رامینځته شوې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i95355-جنرال_سلامي_د_استکبار_په_خلاف_نړیوال_قدرت_رامینځته_شوې
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران قوماندان جنرال سلامي وویل: د استکبار په خلاف نړیوال قدرت رامینځته شوې تر څو دښمن ورو ورو وتلو ته اړ شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 14, 2021 01:25 Asia/Kabul
  • جنرال سلامي : د استکبار په خلاف نړیوال قدرت رامینځته شوې

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران قوماندان جنرال سلامي وویل: د استکبار په خلاف نړیوال قدرت رامینځته شوې تر څو دښمن ورو ورو وتلو ته اړ شي.

په تهران کې د آیت الله مصباح یزدي د لمانځلو په مراسمو کې د اسلامي انقلاب سپاه پاسدارن قوماندان جنرال حسین سلامي په دې بیان سره چې دښمن ورو ورو سیمه پریږدي او تیښته کوي زیاته کړه: په اسلامي سیمه کې، د مقاومت د سرداران د بهرنیو د شتون د دوام مخه ونیسي. جنرال سلامي د امریکې په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ټرامپ ماتې ته په اشارې سره وویل: ډونلډ ټرامپ هغه څوک چې امریکا یې مځکې ته وغورځوله، یو ماتې خوړونکۍ کس دی.
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران قوماندان همداشان د اسلامي ایران پرمختګ ته په اشارې سره زیاته کړه: اسرائیل له دننه ډډ شوی، او تاسو د امریکې وضعیت هم ګورئ، د دښمنانو توطئه هم دښمنانو ته راګرځیدلې او دوي نن په نړۍ کې رسوا دي.