د ايران او اذربائيجان جمهوريت د فوځي ملګرتياو په پراختيا تاکيد
Jan 15, 2021 04:39 Asia/Kabul
په آذربائيجان جمهوريت کښې د ايران سفير او د دغه هېواد د دفاع وزير د ايران او اذربائيجان دوو اړخيزو ملګرتياو په پراختيا تاکيد وکړ.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې په آذربائيجان جمهوريت کښې د ايران د اسلامي جمهوريت سفير سيد عباس موسوي پرون د آذربائيجان جمهوريت د دفاع له وزير ذاکرحسن اف سره په کتنه کښې د قره باغ په وروستي جنګ کښې د آذربائيجان جمهوريت د کاميابۍ د مبارکۍ په ويلو سره وويل، د دواړو هېوادونو ترمېنځ د فوځي ملګرتياو پراختيا د سيمې د امنيت د ټينګېدو يو مهم سبب دے.
د آذربائيجان جمهوريت د دفاع وزير هم د قره باغ په وروستي جنګ کښې د دغه هېواد له دريځ څخه د ايران د ملاتړ قدرونه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمېنځ د فوځي تعلقاتو او ملګرتياو په زياتولو يې تاکيد وکړ.
ټیګونه