په سیمه کې د امریکایي الوتکو الوتنې عملیاتي ارزښت نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i95433-په_سیمه_کې_د_امریکایي_الوتکو_الوتنې_عملیاتي_ارزښت_نه_لري
د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز وویل: سیمي ته د دوو بې ۵۲ ډوله امریکایي الوتنې او د هغوی بیرته استنېدا عملیاتي ارزښت نه لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 18, 2021 14:17 Asia/Kabul
  • په سیمه کې د امریکایي الوتکو الوتنې عملیاتي ارزښت نه لري

د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز وویل: سیمي ته د دوو بې ۵۲ ډوله امریکایي الوتنې او د هغوی بیرته استنېدا عملیاتي ارزښت نه لري.

د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز محمد باقري په سیمه کې د امریکا وروستیو فوځي خوځښتونو په اشارې سره خبریالانو ته وویل: په تېره یوه میاشته کې د فارس خلیج له اوبو څخه د امریکا جنګي کښتۍ او اوبتلي وتلي دي او د ایران له سواحلو څخه زر کیلومتره لیري تللی دی.

ډګر جنرال باقري زیاته کړه: د دښمن له خوا د ځینو اقداماتو ته تر سره کول د ځواک د ښودلو تر عنوان لاندې د دې ښودنه کوي چي هغوی د ایران د اسلامي جمهوریت له دفاعي وړتیاو څخه وېرېدلي دي.

د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ټینګار وکړ چي زموږ وسله وال ځواکونه خپلو تیاریو ته په کتو سره پوهېږي چي دښمن هم هیڅه نه شي کولای.