ایران په بغداد کې د تروریستي بریدونو غندنه وکړه
په بغداد کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د عراق په پلازمینه کې د تروریستي چاودنو چي د ملکي وګړو د شهادت او او د ټپي کېدو سبب وګرځېد غندنه وکړه.
د عراق په پلازمینه بغداد د الطیران په میدان کې دوې پرلپسې چاودنې وشوې چي د عراقي چارواکو د شمېرنو پر بنیاد ۲۸ تنه پکښې وژل شوي او تر ۷۳ تنه زیات په کښې زخمیان دي.
په بغداد کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د یوې اعلامیې په صادرولو سره د دغو ټروریستي پیښو په غندنې سره د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د ټپیانو لپاره یې د شفا غوښتنه کړې.
په دغه اعلامیه کې د عراق د امنیتي ادارو څخه د ملاتړ تر څنګ ټینګار شوی چي د ایران اسلامي جمهوریت تل د عراق له ولس او له دولت څخه په ملاتړ ژمن پاتي شوی او هر ډول مرستي تیار دی.
په بغداد کې د ایران سفارت هیله وښودله چي هر څومره ژر امنیتې ادارې وکولایشي د دغو ترهګریزو بریدونو لاملین ونیسي.