ایران په بغداد کې د تروریستي بریدونو غندنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i95534-ایران_په_بغداد_کې_د_تروریستي_بریدونو_غندنه_وکړه
په بغداد کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د عراق په پلازمینه کې د تروریستي چاودنو چي د ملکي وګړو د شهادت او او د ټپي کېدو سبب وګرځېد غندنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 21, 2021 12:42 Asia/Kabul
  • ایران په بغداد کې د تروریستي بریدونو غندنه وکړه

په بغداد کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د عراق په پلازمینه کې د تروریستي چاودنو چي د ملکي وګړو د شهادت او او د ټپي کېدو سبب وګرځېد غندنه وکړه.

د عراق په پلازمینه بغداد د الطیران په میدان کې دوې پرلپسې چاودنې وشوې چي د عراقي چارواکو د شمېرنو پر بنیاد ۲۸ تنه پکښې وژل شوي او تر ۷۳ تنه زیات په کښې زخمیان دي.

په بغداد کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د یوې اعلامیې په صادرولو سره د دغو ټروریستي پیښو په غندنې سره د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د ټپیانو لپاره یې د شفا غوښتنه کړې.

په دغه اعلامیه کې د عراق د امنیتي ادارو څخه د ملاتړ تر څنګ ټینګار شوی چي د ایران اسلامي جمهوریت تل د عراق له ولس او له دولت څخه په ملاتړ ژمن پاتي شوی او هر ډول مرستي تیار دی.

په بغداد کې د ایران سفارت هیله وښودله چي هر څومره ژر امنیتې ادارې وکولایشي د دغو ترهګریزو بریدونو لاملین ونیسي.