قالیباف په عراق کې وروستي ترهګریز بریدونه وغندل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i95558-قالیباف_په_عراق_کې_وروستي_ترهګریز_بریدونه_وغندل
د ایران د اسلامي شورا مشر د یوې بیانیې په صادرولو سره په بغداد کې د وروستیو چاودنو او د دې هیواد د ملکي وګړو د مرګژوبلو غندنه کړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 22, 2021 10:54 Asia/Kabul
  • قالیباف په عراق کې وروستي ترهګریز بریدونه وغندل

د ایران د اسلامي شورا مشر د یوې بیانیې په صادرولو سره په بغداد کې د وروستیو چاودنو او د دې هیواد د ملکي وګړو د مرګژوبلو غندنه کړې.

په ایران کې د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف تېره شپه د عراق د پارلمان مشر محمد الحلبوسي ته په یوه بیانیه کې د خواخوږۍ د څرګنډولو تر څنګ په بغداد کې د ترهګریزو اقداماتو غندنه کړې کوم چي لسګونو ملکي وګړو ته مرګژوبله اړولې.

قالیباف دې ته په اشارې سره چي ایران د تېر په شان به د تروریسم سره د مبارزې په ډګر کې له عراق په کلکه ملاتړ او وروسره همکاريو ته په دوام ورکړي وویل: د ایران اسلامي شورا تیار دی چي ترهګری سره د مبارزې لپاره د دواړو هیوادونو تر مینځ د همکاریو زمینه نوره هم برابره کړي.

تېره ورځ د عراق په د پلازمیني بغداد په مرکزي میدان الطیران کې دوه ځانمرګي بریدونه وشول چي د عراقي مسئولینو په وینا له امله یې تر ۳۵ تنه زیات ملکي وګړي وژل شوي او تر ۱۱۰ تنو زیات هم ژوبل شوي دي.