د ایران په وړاندې د ټرامپ د فشار سیاست سخته ماته وخوړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i95680-د_ایران_په_وړاندې_د_ټرامپ_د_فشار_سیاست_سخته_ماته_وخوړه
امریکایي مشهور ډیموکراټ سناټور پر ایران باندې د ټرامپ د ادارې له خوا د فشارونو د سیاست په ماتي خوړلو باندې اعتراف وکړ.
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Jan 25, 2021 12:52 Asia/Kabul
  • د ایران په وړاندې د ټرامپ د فشار سیاست سخته ماته وخوړه

امریکایي مشهور ډیموکراټ سناټور پر ایران باندې د ټرامپ د ادارې له خوا د فشارونو د سیاست په ماتي خوړلو باندې اعتراف وکړ.

د امریکا د کنټیکټ د ایالت سناټور په خپله ټوییټر پاڼه کې ولیکل: که څه د ایران په وړاندې د ټرامپ ادارې د فشار سیاست د ماتي سره مخامخ شو خو اوس هم افراط پالو د امریکا د نوې ادارې له خوا د ډیپلماسۍ لپاره هڅې خطرناکي بولي.

مورفي ټینګار وکړ چي ټرامپ په څلورو کلونو کې هڅه وکړه چي په بندیزونو او پراخو فشارونو سره ایران د مذاکراتو لپاره مجبوره کړي خو د هغه فرضیه ماته وخوړه.

هغه زیاته کړه: هم هغه کسان چي ټرامپ ته یوه ماته خوړلې استراتیجي وړاندې کړه اوس هڅه کوي چي د بایډن په اداره کې هم هغه کسان د ایران چارو لپاره وګماري چي د ډیپلماسۍ سره مخالفه دي، دغه پوره لیونتوب دی.

که څه هم ټرامپ ویلي وه چي د فشارونو په مټ به ایران دې ته مجبوره کړي چي خپله ورسره اړیکه ټینګه کړي او مذاکراتو ته چمتووالي وښیي خو د هغه د واکمنۍ دوره په داسي حال کې پای ته ورسېد چي سیاستونه یې د ایران په وړاندې ماتي وخوړه.