سعودي په برجام کې رول نه شي لوبولای
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i95878-سعودي_په_برجام_کې_رول_نه_شي_لوبولای
د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او د بهرني سیاست کمیسیون وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د برجام په نړیوالي ایټمي موافقه کې د عربستان لپاره هیڅ رول په نظر کې نه لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 30, 2021 14:10 Asia/Kabul
  • سعودي په برجام کې رول نه شي لوبولای

د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او د بهرني سیاست کمیسیون وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د برجام په نړیوالي ایټمي موافقه کې د عربستان لپاره هیڅ رول په نظر کې نه لري.

زموږ د خبریال د راپور سره سم، د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او د بهرني سیاست کمیسیون ابوالفضل عمویی برجام ته د نوی غړی د شاملېدو په اړه وویل: د برجام د نړیوالي موافقې غړي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ په پرېکړه لیک کې په ډاګه شوي، عربستان په دغه موافقه کې هیڅ ځای نه لري.

عمویی دې ته په اشارې سره چي د سعودي په ایټمي فعالیتونو کې شکونه او ابهامات زیات دي وویل: ایران چمتووالي لري چي د اړوندو مسالو په اړه له عربستان سره وږغیږي، یوه مساله چي باید په اړه یې خبرې اترې وشي په یمن باندې د ریاض یرغل او د خطرناکو وسلو پلور دی.

هغه د دې په بیانولو سره چي ایران اوس د بندیزونو د خنثی کولو سیاست تعقیبوي، زیاته کړه: اروپایان د برجام په مساله کې کارنده اقدامات نه دي تر سره کړي او په خپلو ژمنو عمل نه دي کړي، نو زموږ غوښتنې معلومداره دي.