ایران ذوالجناح نومې سپوږمکۍ وړونکی په کامیابۍ سره وازمایه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i95980-ایران_ذوالجناح_نومې_سپوږمکۍ_وړونکی_په_کامیابۍ_سره_وازمایه
د ذوالجناح په نوم د ایران د اسلامي جمهوریت نوی سپوږمکۍ وړونکې توغندی فضا ته وتوغول شو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 02, 2021 04:07 Asia/Kabul
  • ایران ذوالجناح نومې سپوږمکۍ وړونکی په کامیابۍ سره وازمایه

د ذوالجناح په نوم د ایران د اسلامي جمهوریت نوی سپوږمکۍ وړونکې توغندی فضا ته وتوغول شو

د ذوالجناح په نوم د ایران د اسلامي جمهوریت نوی سپوږمکۍ وړونکې توغندی فضا ته وتوغول شو

د ایران د دفاع وزارت د فضايي ډلې ویاند احمد حسیني پرون وویل: د ذوالجناح ترکیبي سپوږمکۍ وړونکي تحقیقاتي توغونه د هیواد په فضايي ډګر کښې په وړومبي ځل د جامد سونګو د ډیر پياوړي انجڼ ټیکنالوجۍ ته په لاسرسۍ سره ترسره شوه.

هغه زیاته کړه چې دغه سټیلایټ وړونکی میزایل د تخنیکي ځانګړتیاؤ له نظره د دنیا له ماډرن سپومکۍ وړونکو سره د سیالۍ وړ دی او په ۵۰۰ کیلومیټري مدار کښې تر ۲۲۰ کیلوګرامه وزن پورې سپوږمکۍ د وړلو توان لري.