ایران ذوالجناح نومې سپوږمکۍ وړونکی په کامیابۍ سره وازمایه
Feb 02, 2021 04:07 Asia/Kabul
د ذوالجناح په نوم د ایران د اسلامي جمهوریت نوی سپوږمکۍ وړونکې توغندی فضا ته وتوغول شو
د ذوالجناح په نوم د ایران د اسلامي جمهوریت نوی سپوږمکۍ وړونکې توغندی فضا ته وتوغول شو
د ایران د دفاع وزارت د فضايي ډلې ویاند احمد حسیني پرون وویل: د ذوالجناح ترکیبي سپوږمکۍ وړونکي تحقیقاتي توغونه د هیواد په فضايي ډګر کښې په وړومبي ځل د جامد سونګو د ډیر پياوړي انجڼ ټیکنالوجۍ ته په لاسرسۍ سره ترسره شوه.
هغه زیاته کړه چې دغه سټیلایټ وړونکی میزایل د تخنیکي ځانګړتیاؤ له نظره د دنیا له ماډرن سپومکۍ وړونکو سره د سیالۍ وړ دی او په ۵۰۰ کیلومیټري مدار کښې تر ۲۲۰ کیلوګرامه وزن پورې سپوږمکۍ د وړلو توان لري.
ټیګونه