ظريف د نړيوالې محکمې حکم د ايران يوه بله حقوقي کاميابي وبلله
د ايران خارجه وزير د ايران په خلاف د غېرقانوني بنديزونو په دوسيه کښې د امريکې د مخالفت د دلائلو د ردولو په اړه د نړيوالې محکمې حکم د ايران لپاره يوه بله قانوني او حقوقي کاميابي وبلله او وې ويل امريکه دې په خپلو نړيوالو ژمنو پابنده اوسي.
محمد جواد ظريف پرون په خپل يو ټوئيټ کښې وليکل: «نړيوالې محکمې اوس د امريکې د غېرقانوني بنديزونو په اړه د ايران لخوا په مطرح شوې دوسيه د امريکې د مقدماتي مخالفت ټول استدلالي موارد رد کړل،چې دا د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر د دريمې نېټې له حکم نه پس د ايران لپاره يوه بله حقوقي او قانوني کاميابي ده.»
هغه زياته کړه، ايران تل او په بشپړه توګه د نړيوالو قوانينو احترام کړے دے، او اوس وخت رارسېدلے دے چې امريکه په خپلو نړيوالو ژمنو پابنده اوسي.
د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياند هم هم په لاهه کښې د ۱۹۵۵ د مودت د عهدنامې د خلاف ورزيو په دوسيه کښې د نړيوالې محکمې د صلاحيتي حکم د صادرېدو خبر ورکړ او وې ويل، محکمې د امريکې د مقدماتي اعتراضاتو په ردولو سره ځان د امريکې په خلاف په کړې شوې دعوې د غور کولو صلاحيت لرونکې وبلله او په دا ډول به دوسيه ماهيتي غور کولو ته وړاندې شي.