د امریکا له اعتراض سره د هاګ د نړیوالي محکمې مخالفت
د ایران په ګټه امریکا د هاګ نړیوالی محکمې رایي ته په غبرګون کې اعتراض کړی چي دغه محکمه د امریکا په وړاندې د ایران د حقوقي دعوې د څېړلو او فیصلې صلاحیت نه لري خو یاده محکمه د امریکا دغه اعتراض هم بې ځایه بللي او ټینګار یې کړی چي د هاګ نړیواله محکمه دغه صلاحیت لري چي د ایران په حقوقي دعوو کې فیصله وکړي.
د دغه محکمې ۱۵ قاضي یانو کې د امریکا اعتراض بې بنیاد وباله او یوازې یو قاضي د امریکا په ګټه رایه وکړه. دغه مساله د دې ښودنه کوي چي د هاګ نړیواله محکمه د امریکا په وړاندې د ایران حقوقي دعوو ته د رسیدګی لپاره خپل صلاحیت تائیدوي، تهران دغه حکم ته د بریا په سترګه ګوري، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په یو ټوییټ کې ولیکل: د ایران لپاره یو بل بریالیتوب. په مقابل لوري کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند (ند پرایس) وویل: د امریکا په وړاندې د ایران د ادعاو د څېړلو په اړه د هاګ د محکمې د عدم صلاحيت په هکله د امریکا د اعتراض سره مخالفت، زموږ د ناهیلي توب سبب ګرځېدلی دی.
د سیاسی چارو د کارپوه کوروش احمدي په وېنا د بندیزونو په لګولو سره د مودت د موافقې نه د امریکا د سرغړوي په هکله د ایران دعوې قانوني وجهه لري او پر ځای دي.
ایران په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د امریکا له ظالمانه بندیزونو څخه هاګ محکمې ته شکایت وکړ، دغه محکمه د ایران دعوا په ځای وباله او له امریکا څخه یې غوښتنه وکړه چي ژر د درملیزو، خوراکي توکو، بشر دوستانه او کرنیزو پوري اړوند بندیزونه ختم کړي.
امریکا د هاګ د محکمې دغه فیصلې ته په غبرګون کې اعلان وکړ چي د مودت له موافقې څخه وځي او یاد بندیزونه به لیري نه کړي.
د مودت د تړون له مخې چي په ۱۹۹۵ کې لاسلیک شوی د امریکا ځینې بندیزونه غیرقانوني دي او له یادې موافقې څخه د سرغوړنې په معنی دی. خو د ټرامپ اداره د خپلي واکمنۍ په وروستیو ورځو کې لا هم په ایران نوې بندیزونه ولګول.
وروسته له دې نه امریکا په هاګ محکمې باندې دعوه وکړه چي یاده محکمه صلاحیت نه لري چي په امریکا باندې د ایران د دعوو پلټنې وکړې، د امریکا دغه اعتراض د هاګ محکمې له پرېکنده غبرګون سره مخ شو.
د هاګ محکمه د امریکا د اعتراض سره د مخالفت تر څنګ همدارنګه د ایراني شرکتونو سره پر همکاریو باندې پابندی غیرقانوني وبللې.
د ټرامپ اداره تر دې مخکې په دې ادعا سره چي ایران ټوله نړۍ ته ګواښ دی د یادو بندیزونو لګول ضروري بللی وي خو د هاګ د محکمې رایه هم د سیاسي او هم د حقوقي له نظره په نړیوالو اذهانو کې ایران باندې د باور د زیاتېدو سبب وګرځېد.
د بلي خوا څخه د امریکا د غیرانساني بندیزونو چي په تېرو دوو کلونو کې د ایران ولس ته زیات زیانونه ور اړولي وه، په وړاندې د هاګ د محکمې فیصله د ایران د دریځ د حقانیت ښودنه کوي.
د هاګ د نړیوالي محکمې دغه فیصله د امریکا نړیوالي څېرې ته ډېر زیات زیان رسوي او په نړیوالو چارو کې د امریکا د زور وینې د ماتي په معنی بلل کیږي.
د امریکا د نوي ادارې ته چي د بدلون ادعا کوي او وایي چي برجام نړیوالي موافقې ته به بیرته راستانه شي، د هاګ د نړیوالي محکمې دغه فیصله ښودنه کوي چي پر ایران باندې لګېدلي بندیزونه بې ځایه او غیر قانوني دي او باید لیري کړای شي.
اوس په واشنګټن کې د ټرامپ له لوري د ایران پر ضد د لګول شویو بندیزونو د دوام لپاره هیڅه پلمه پاتي نه ده.