ایران په څویم ځل د امریکا په وړاندې بریالیتوب تر لاسه کړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i96100-ایران_په_څویم_ځل_د_امریکا_په_وړاندې_بریالیتوب_تر_لاسه_کړې
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د امریکا په ضد د هاګ د نړیوالي محکمې رایه د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره یو نوی بریالیتوب بلل کیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 04, 2021 14:08 Asia/Kabul
  •  ایران په څویم ځل د امریکا په وړاندې بریالیتوب تر لاسه کړې

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د امریکا په ضد د هاګ د نړیوالي محکمې رایه د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره یو نوی بریالیتوب بلل کیږي.

د ایران ولسمشر حسن روحانی وویل په داسي حال کې چي امریکا په سیاسي مقابله کې د زرګونو کارپوهانو څخه ګټه پورته کوي موږ د خپلو محدودو ډیپلماتانو په وسیله هغوی سره په مقابله کې بریالی شولو.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر زیاته کړه: د امریکا د بندیزونو په وړاندې د ایران په دعوا کې د هاګ نړیواله محکمه د امریکا په خلاف رایه ورکړه او ټینګار یې وکړ چي امریکا باید په بشري چارو باندې بندیزونه لیري کړي خو امریکا د نړیوالي محکمې له حکم څخه په سرغړوني سره خپلو جنایاتو ته دوام ورکړ.

اوس چي د زرګونو امریکایي حقوق پوهانو په شتون سره ایران دعوا ګټلې امریکا هلي ځلي کړي چي ثابت کړي دغه نړیواله محکمه د ایران په شکایت باندې د غور او د پریکړي صلاحیت نه لري.

خو د هاګ نړیواله محکمه ټینګار کړې چي د امریکا په وړاندې د ایران د حقوقي دعوې د څېړلو او پریکړي صلاحیت لري.