روحانی:
ایران په څویم ځل د امریکا په وړاندې بریالیتوب تر لاسه کړې
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د امریکا په ضد د هاګ د نړیوالي محکمې رایه د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره یو نوی بریالیتوب بلل کیږي.
د ایران ولسمشر حسن روحانی وویل په داسي حال کې چي امریکا په سیاسي مقابله کې د زرګونو کارپوهانو څخه ګټه پورته کوي موږ د خپلو محدودو ډیپلماتانو په وسیله هغوی سره په مقابله کې بریالی شولو.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر زیاته کړه: د امریکا د بندیزونو په وړاندې د ایران په دعوا کې د هاګ نړیواله محکمه د امریکا په خلاف رایه ورکړه او ټینګار یې وکړ چي امریکا باید په بشري چارو باندې بندیزونه لیري کړي خو امریکا د نړیوالي محکمې له حکم څخه په سرغړوني سره خپلو جنایاتو ته دوام ورکړ.
اوس چي د زرګونو امریکایي حقوق پوهانو په شتون سره ایران دعوا ګټلې امریکا هلي ځلي کړي چي ثابت کړي دغه نړیواله محکمه د ایران په شکایت باندې د غور او د پریکړي صلاحیت نه لري.
خو د هاګ نړیواله محکمه ټینګار کړې چي د امریکا په وړاندې د ایران د حقوقي دعوې د څېړلو او پریکړي صلاحیت لري.